افغان لارۍ کسپین بحیرې ته وخوځېدې

افغان لارۍ کسپین بحیرې ته وخوځېدې

افغان لارۍ کسپین بحیرې ته وخوځېدې

هرات کې د لاجوردو له لارې د افغان سوداګرو سوداګریزې لارۍ چې تېره اوونۍ يې حرکت کړی و، عشق اباد ته له رسېدو وروسته يې تېر ماښام ناوخت د اروپا کسپین بحیرې پر لور حرکت کړی دی

ترکمنستان کې د افغانستان سفیر میرویس نایاب ویلي، دغه لارۍ به ژر د اروپا ازادو اوبو ته ورسېږي

د لاجوردو لار تېره اوونۍ د  ولسمشر لخوا پرانېستل شوه چې په نړیواله کچه يې هرکلی وشو

اقتصادي شنونکي په دې باور دي چې دغه شان ټرانزیټي لارې کولای شي افغانستان له اقتصادي اړخه ځان بساینې ته ورسوي او هېواد کې د سوداګرۍ  ودې او پانګې اچوونې ته زمینه برابره کړوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.