ولسمشر د لاجوردو لار پرانېسته

ولسمشر د لاجوردو لار پرانېسته

ولسمشر د لاجوردو لار پرانېسته

د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني نن په هرات کې د ترکمنستان، اذربایجان او ترکیې د چارواکو په شتون کې د لاجوردو لار پرانېسته او د افغان صادراتو لومړنۍ ازمایښتي جوپه د لاجوردو له لارې اروپا ته وخوځېده

لاجوردو لار به افغان حکومت له کاسفین اوبو سره ونښلوي

د لاجوردو له لارې به، افغان سوداګر خپل سوداګریزو توکي، له ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان او ترکیې له لارې د اروپا ازادو اوبو ته ولېږدوي

ولسمشر غني د لاجوردو لارې د پرانېستې مراسمو کې د وینا په مهال وویل، افغانستان اولس کاله مخکې له اقتصادي او ټرانزیټي اړخه انزوا سره مخ و، چې څلور کاله مخکې دغه ستونزه په بشپړ ډول حل او افغان حکومت د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو ته د خپلو سوداګریزو توکو د لېږد په خاطر نورې لارې پیدا کړې.

د هغه په وینا، د افغانستان د صادراتي کېدو او د نړۍ او سیمې له هېوادونو سره د نښلېدو پر وړاندې ټول خنډونه له منځه تللي او څوک د افغانستان د پرمختګ مخه نه شي نیولی.

د هېواد ولسمشر وويل، ۴ کاله مخکې به زمونږ ګاونډي هېوادونو ویل، که لارې درباندې وتړو، ډوډۍ نه شئ موندلی، خو اوس مو د دوو لارو پر ځای لسو لارو ته لاس رسی موندلی دی.

هغه ټینګار وکړ، چې افغانان د فصل نه، بلکې د وصل خلک دي.

د ولسمشر په وینا، د لاجوردو لارې پرانېستل په دې مانا نه دي چې افغان حکومت دې له سویلي آسیا سره د خپلې سوداګرۍ دراوزې وتړي، بلکې سویلي آسیا ته به لا زیات د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد زمینه برابره شي.

ولسمشر ژمنه وکړه، چې د هرات په څېر په شلو نورو ولایتونو کې به هم ورته لارې پرانېستل کېږي او ټول هېواد به یوه ورځ د لوی پرمختګ شاهد و اوسي.

د ولسمشر په وینا، افغان حکومت ځکه په سوداګرۍ او اقتصادي برخه کې چټک پرمختګ کوي، چې د افغانستان شمالي ولایتونه پرې زیات باور لري.

د هېواد ولسمشر افغان سوداګرو ته په خطاب کې وویل، چې توپ اوس ستاسو په میدان کې دی، تاسو باید له دغه فرصت ښه ګټه پورته کړئ.

په همدې حال کې کابل کې د ترکیې سفیر وویل، افغان سوداګرو ته په هره برخه کې اسانتیاوې برابروي.

د لاجوردو له لارې افغانستان له اروپا سره نښلول کېږي او له دې لارې به افغان سوداګر خپل کورني سوداګریز توکي د ترکمنستان، اذربایجان او ترکیې په واسطه د اروپا ازادو اوبو ته لېږدوي.

افغان حکوت له دې  وړاندې هم د لاجوردو په څېر نورې سوداګریزې لارې پرانېستې وې.

Leave a Reply

Your email address will not be published.