د پښتون ژغورنې غورځنګ زرګونه غړي نن خیبر پښتونخوا او کوېټه کې د پاکستان د پوځ پر ضد د لاریون په بڼه کوڅو ته راوتلي و
لاریون کوونکي چې شمېر یې زرګونو ته رسېده، د پاکستان د پوځ د مشر قمر جاوېد باجوه او د پوځ ویاند اصف غفور پر خلاف یې شعارونه ورکول.
لارویون کوونکو قمر باجوه ترهګر یاد کړ او د هغه د محکمه کېدو غوښتنه يې کوله.
دا په خپل ډول کې تر ټولو ستر لاریون دی چې له همدې نن سهاره په لاره اچول شوی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو ویلي: تر هغه چې د ارمان لوڼي قاتلینو سزا نه وي کتلي، دوی به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي او د خپلو لاریونونو لمن به د پاکستان ګوټ ګوټ ته ورسوي.
پنجابیو پوځیانو تېره ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ مرکزي غړی او د پښتو ژبې پروفېسور ارمان لوڼی په بې رحمۍ سره ووژاه.
پنجابیو پولیسو د زیاتو هڅو سره سره، بیا هم د پښتون ژغورنې غورځنګ سر لاری منظور پښتون او بل مخکښ غړی محسد داوړ د ارمان لوڼي جنازې ته رسېدلي دي.
Leave a Reply