لس ورځې وروسته طالبان او خلیلزاد اووم پړاو خبرې پیلوي

لس ورځې وروسته طالبان او خلیلزاد اووم پړاو خبرې پیلوي

سرچینو رسنیو ته ویلي چې تر راتلونکو لسو ورځو به د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د طالبانو د قطر دفتر استازي، دوحه کې د اووم ځل لپاره جرګه شي.

 

د سرچینو په وینا، طالبان او خلیلزاد به هڅه وکړي چې دا ځل خبرو کې یوې پایلې ته ورسېږي.

 

د طالبانو او خلیلزاد ترمنځ شپږ پړاوه شوې خبرې تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

 

خیلیلزاد هم کابل کې تمه ښودلې وه چې دا ځل به له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

ځینو نورو رسنیو بیا راپور ورکړی و چې د ملا برادر په مشرۍ یو پلاوی چین ته تللی و.

 

خلیلزاد دا هم ویلي و چې دا ځل به پر طالبانو فشار راوړي تر څو له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني.

Leave a Reply

Your email address will not be published.