له اروپا ايستل شوي افغانان خپل هيواد ته ستنول كيږي

ترکیه وایې، هغه افغانان به بیرته افغانستان ته واستوي چې له اروپایې اتحاديې سره د یوه تړون له مخې له یونانه دې هېواد ته استول کیږي. د تركيې د كورنيو چارو وزير وايي له اروپايي ټولنې سره يې هوكړه كړې چې داكسان به خپل هيواد ته ستنوي.

په تركيه كې د ( اكسام) ورځپاڼې د ایفکان اعلی له قوله ویلي : ( نن به پنځه سوه کډوال له یونانه ترکیې ته راورسیږي او افغانان، عراقیان او پاکستانیان به بیرته خپلو هېوادونو ته واستوي.)

په پام كې ده چې په لومړى جوپه كې د ۵۰۰ په شاوخوا كې كډوال  يونان تركيې ته وسپاري. د کډوالو بحران  په برخه كې د یونان د حکومت ویاند جیورج کیریتسیس هم ترکیې ته د دغو کډوالو د بیرته استولو پخلى كړى، خو دقيق شمير يې نه دى ښودلى.

د ملګرو ملتونو او د افغانستان د کډوالو او راستیدونکو چارو د وزارت د شميرو له مخې تېر کال شاوخوا دوه نیم سوه زره افغانانو په اروپایې هېوادونو کې د پناه اخیستو غوښتنه کړې او د سږ میلادي کال په لومړېو دوو میاشتو کې یواځې یونان ته  د ورغلو کډوالو پناه غوښتونکو په سلو کې څه کم ۳۰ یې افغانان دي.

ترکیې له دې مخکې هم له خپلې خاورې یو شمېر افغانان په زوره ایستلي او افغانستان ته یې استولي و.په دې كار د بشري حقونو یو شمېر مدافع ډلو نيوكه كړې ده .

امنستي انترنيشنل وايي د افغانستان روان وضعيت ته په پام تركيه بايد افغان كډوال خپل هيواد ته وانه ستوي. دغه راز اروپایي اتحادیه په پام کې لري چې شاوخوا ۸۰ زره افغان کډوال او پناه غوښتونکي بیرته افغانستان ته واستوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.