له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به د هند رول څه وي؟

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به د هند رول څه وي؟

د هند ‘انډیا ټایمز’ د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) په حواله راپور ورکوي چې هند به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، د طالبانو، پاکستان او چین د نفوذ د محدودلو لپاره خپلو مالي او نورو مرستو ته په افغانستان کې ادامه ورکوي.

د جمعې په ورځ د پنټاګون له لوري د امریکا ګانګرس ته وړاندې شوی دا شپږ میاشتنی راپور ښيي چې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت خرابېدل، ښايي د هند له لوري دې جګړې ځپلي هېواد ته د مرستي ورکولو پر وړتیا منفي اغېز وکړي.

راپور کاږي، د دې شپږ میاشتنې راپور په اوږدو چې د ۲۰۱۸ د ډیسمبر څخه د ۲۰۱۹ تر مۍ میاشتې پورې پېښې رانغاړي، هند هېڅ داسې کوم جدي اقدام نه دی کړی چې په افغانستان کې يې پر روان وضعیت کوم اغېز ښندلی وي.

هند له ۲۰۰۱ راهیسې افغانستان ته درې میلیارډه ډالر مرسته ورکړې چې پدې توګه هند دې هېواد ته د سیمې تر ټول ستر بسپنه ورکوونکی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.