یو مخکښ امریکایی سناتور جان مکېن وایی د افغانستان شرایطو ته له پام پرته د امریکایی سرتیرو د ویستو پریکړه سمه نه ده او دا اقدام به د امریکا امنیت له خطر سره مخامخ کړي. نوموړي ټینګار کړی چې د نړیوالو ځواکونو ویستو ته د مهال ویش ټاکنه به دښمن زړور کړي.
د امریکا د مشرانو جرګې د وسلوالو خدمتونو د کمیټې رییس جان مک کین د دغې کمیټې غونډې کې ویلي ویره لري چې د امریکایی ځواکونو د ویستلو پلان به د امریکا ملي امنیت له خطر سره مخامخ کړي. ده زیاته کړې چې د ۹۸۰۰ امریکایي سرتیرو د پریښودو پریکړه پر ځای ده، خو د سرتیرو ایستل حماقت دی او باید له پامه وغورځول شي. هغه وایی دا به د امریکا متحدین ناهیلي او دښمنان هیله من کړي.
بلخوا د امریکا د مشرانو جرګې یوې با نفوذه کمیټې افغانستان کې د ناټو د پریکنده ملاتړ د ماموریت د قومندانۍ لپاره جنرال میک نیکلسون تایید کړ. جنرال نیکلسون وایی، د ولسمشر اوباما طرحه به له افغانستان څخه د ځواکونو د کمولو لپاره د راتلونکي میلادي کال تر لومړیو وڅیړي. د دغې طرحې له مخې، د امریکایی ځواکونو شمېر به د ۲۰۱۷ کال تر لومړیو نیمایی ته را ښکته شي.
Leave a Reply