یو شمېر امریکايي مخکښو چارواکو د نوم د نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي: ډونالډ ټرمپ لخوا له سوریې وروسته افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو تر اعلان وروسته، اوس له دغه هېواده د سرتېرو پر اېستلو کار پیل شوی دی.
دوی ویلي: ممکن امریکا خپل اووه زره سرتېري له افغانستان څخه بهر کړي.
تېره ورځ هم یو امریکايي مخکښن سناتور له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو ننګه کړې وه
د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب تازه ویلي: له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل به د افغانستان پر وضعیت هېڅ راز تاثیر ونه کړي.
Leave a Reply