له افغانستان سره د هند تازه ژمنه

له افغانستان سره د هند تازه ژمنه

 

د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج ویلي، هندوستان ژمن دی چې د افغان حکومت لاس نیوی وکړي تر څو دغه هېواد له اقتصادي اړخه ځان بساینې ته ورسېږي

سراج دا هم ویلي، چې هېواد يې د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیره ملاتړ کوي

د هغې په خبره، د افغانستان امنیت د ټولې سیمې په ګټه دی، نو د سیمې هېوادونه باید د ثبات لا ټینګښت لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي.

سراج ټینګار کړی، چې د سیمه ییزو هېوادونو ټولنې زغمناکې دي؛ خو د ترهګرو پر وړاندې زغم نه لري او له هغوی باید پوښتنه وشي، چې ولې ترهګرو ته پیسې او ځای ورکوي؟

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیلي حنا رباني کر ویلي، سمه ده چې پاکستان له امریکا سره سټراټېژيکه ملګرتیا لري؛ خو له هر څه مهم له افغانستان، هند او روسیې سره د اسلام آباد ښې اړیکې دي چې باید وې پالي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.