له افغان ځواکونو د قومي مشرانو ملاتړ

له افغان ځواکونو د قومي مشرانو ملاتړ

د هلمند او ارزګان ولایتونو قومي مشرانو تېره ورځ د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره کتلي دي.

لیدنه کې د ارزګان او هلمند ولایتونو قومي مشرانو د خپلو ولایتونو د امنیتي وضعیت په تړاو ملي امنیت سلاکار ته مالومات  ورکړي دي.

قومي مشرانو د طالبانو د استازي عباس ستانکزي وروستیو څرګندونو غبرګون کې ویلي: د افغان ځواکونو په اړه د هر چا لخوا نامسوولانه څرګندونې ورته د منلو وړ نه دي او دوی به له افغان ځواکونو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

مشرانو همدا راز ډاډ ورکړی چې له افغان ځواکونو به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

ملي امنیت سلاکار هم د هغوی ستونزې اورېدلي او د حل ژمنه یې کړې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.