له امریکا سره د حکمتیار د لوڼو نوې ژمنه

حکمتیاررسنۍ له یوې امریکايي ديپلوماتې سره د حکمتیار د لوڼو (ناجیه او امریم) له ملاقات پرده پورته کوي. دا لیدنه چې له نانسي بایدن سره تقریباً څلورمیاشتې مخکې ترسره شوې له بهرنیانو سره د حکمتیار د نوي چلند اراده په ډاګه کوي.

ناجیه حکمتیار، دوه کاله وړاندې هندوستان ته د افغانستان د پوهنې وزارت په یو تحصیلي سکالرشيپ هندوستان ته لاړه او په پولیټیکل ساینس څانګه کې یې زده کړې بشپړې کړې، او د حکمتیار بله لور مریم د کراچۍ له یو پوهنتون څخه د د طب په څانګه کې تحصیلي سند ترلاسه کړی دی.

په دې راپور کې له هغو کسانو د یوه یوه نوم او مشخصات په ډاګه شوي، چې له امریکايي دیپلومات سره یې د نجونو د ملاقات زمینه برابره کړې ده. د پام وړ ټکی دادی، چې امریکایي دیپلوماتې د حکمتیار لوڼو ته ویلي، چې دوی چمتو دي، له تور لست څخه د حکمتیار نوم لرې کړي او اجازه ورکړي، چې په موقتي ډول حکمتیار په سعودي کې د سیاسي پناغوښتونکي په توګه قبول شي. خو ددې چارې اصلي شرط دادی، چې حکمتیار د کابل حکومت له مخالفته لاس واخلي او خپل یو د باور وړ کس کابل ته راواستوي او د حزب اسلامي‌ مشري په غاړه واخلي.

د حکمتیار لوڼو امریکایانو سره ژمنه کړې، چې دوی به زر تر زره دا وړاندیز له خپل پلار سره په پاکستان کې شریک کړي. د دې ښځینه دیپلوماسۍ پیل له هغه وخت سره مصادف دی، چې د حکمتیار پلویان کابل ته راغلل او له امریکا غږ سره په مرکه کې یې وویل، که د ملي وحدت حکومت حاضر شي، حزب اسلامي ته په دولت کې د امتیازاتو ونډه ورکړي، دوی حاضر دي، له دولت سره یوځای شي او ددولت له وسله والو مخالفینو سره په جګړه کې ونډه واخلي. خو هغه وخت حزب اسلامي دا د هغو کسانو شخصي نظر وښود او ټینګار یې وکړ چې دا کسان له حزب څخه استازولي نشي کولای.

د امریکا دا وړاندیز چې حکمتیار په موقت ډول له صحنې ووځي او حزبي اختیار خپل یو د اعتماد وړ شخص ته وسپاري ستونزمن شرط ښکاري. د حکمتیار لپاره ټول وخت دا پرېکړه ګرانه ده، چې په حزب کې د خپل باور وړ کس ومومي چې د حزب مشري په موقت ډول ور وسپاري او بیا د حکمتیار له خوښې سره سم خپله څوکۍ پرېږدي. په وروستیو کلونو کې حکمتیار ډېر کسان له بهرنیانو، امریکایانو او افغان دولت سره د خبرو اترو لپاره کابل ته رااستولي دي خو ټولو ناځواني کړې، له کابل سره یې معامله په شخصي ګټو راچورلولې او ځان ته یې دلته دفتر او امکانات رغولي دي. څه تضمین موجود دی، چې موقتي ګمارل کېدونکی مشر دې د حکمتیار لپاره یوه بله ترخه تجربه تکرار نکړي؟ له دې کبله تجربو ته په کتو په ښځینه دیپلوماسۍ منګولې نښلول یوڅه د تامل وړ ده.

باید ومنو چې حکمتیار د لوديځ د پاملرنې جلبولو لپاره یو په زړه پورې ابتکار ته لاس غځولی دی. په لودیځ کې د ښځو حقوق د نورو حقونو په سر کې ځای لري، افغانستان ته د امریکا د راتګ راهیسې سیاسي او دیپلوماتیکې ساحې ته د ښځو د ننه کول د دیموکراسۍ د دیکوراسیون د بشپړاوي مهمې هڅې ګنل کېدای شي. حکمتیار غواړي لودیځ ته ووايي، چې دی د مجاهدینو ترټولو مشرانو منځلاری دی او د طالبانو خلاف لودیځ معیارونه چې د ښځو حقونه یې په سرکې راځي په یو خاص چوکاټ کې نغاړلی شي.

د حکمتیار او حزب اسلامي په باور د ښځو د حقوقو مسله یوڅه متفاوته ښکاري، دې تنظیم له پیله د ښځو لپاره خپل تشکیلات موجود و او د ښځو د زده کړو لپاره ډیر ښوونځي حزب تاسیس کړل. حزب په پیښور کې د میرمنو پوهنتون جوړ کړ او په دیني مدرسو کې هم میرمنو زده کړې کولې. حتی د حزب د ادعا له مخې ددیني زده کړو یوې حزبۍ فارغې په کابل کې یو ځانمرګی برید هم ترسره کړ، چې له چاودیدونکي په ډک موټر یې امریکایان ووژل او په دې باور حزبي ښځو د امریکایانو پرضد په جګړه کې هم ونډه لرلې ده.

ښځینه دیپلوماسۍ ته د حکمتیار نوی تمایل چې د کابل حزبیانې یې پرمخ وړي، یو داسې کوښښ‌دی، چې نشو کولای عوام فریبي یې وګڼو. د حکمتیار داهڅه کولای شي دا پوښتنه هم راپورته کړي، چې په نړۍ کې نويو تحولاتو او د پخواني شوروي اتحاد له ایرو د روسیې سرراپورته کولو د افغانستان په تړاو د لودیځ لیدلوري ته تغیر ورکړی وي؟

ایا د اوسنۍ روسیې پرضد د پخواني شوروي اتحاد ددښمنانو کارول کومه نوې سناریو ده؟

ایا دا مسله چې شمالي ټلواله مسکو ته نږدې شوې او امریکا د حکمتیار په څیر کسانو ته په تار ورکولو سره ټلوالې ته اخطار ورکوي چې له روسانو سره ددوی نږدېتوب به امریکا اړ کړي، چې رقیبان یې راصحنې ته کړي؟

خو د حکمتیار مشکل دادی، چې ددفع ځواک یې د جذب تر هغو په مراتبو زیات دی. حکمتیار ددې باوجود چې پوهېږي رقیبانو یې د افغانستان په سیاسي میدان کې خالی ځای ندی ورپرېښودی مګر هروخت چې خوله سپړي ماضي ته درومي، له ورسیې سره د خپلو رقیبانو پټو معاملو ته اشاره کوي او هغوی ښکنځي او سپکوي. فکر به کوې، چې د حکمتیار لپاره دزمانې ستنه د تېرې پېړۍ په هماغه اتیایمه لسیزه ولاړه ده.
په عمل کې د حکمتیار میراث د ده د دلچسپۍ خلاف سر له اوسه د وراثت د مدعیانو ترمنځ تقسیم شوی دی او حکمتیار هغه پیر ته ورته دی چې له کڼو مریدانو سره مواجه وي- اصلاً ددوی هر یوه ځانته خانقاوې جوړې کړې دي. حتی که حکمتیار کابل ته هم راشي ددې خورو ورو ډلو رایوځای کول ترناشوني هم ناشوني دي.

پر افغانستان د طالبانو له سلطې وروسته حکمتیار ایران ته لاړ او د نوموړي دې کار په عربي نړۍ کې د ایران رقیب هیوادونه په تېره سعودي عربستان د ځان په اړه بې باوره کړل. په همدې دلیل حکمتیار له ایران څخه تر وتلو وروسته تل هڅه کړې پر ایران د سختو نیوکو په زور حتی له ایران سره د اسرایلو د ګاونډیتوب په ادعاوو په ایران کې خپل استوګنه جبران کړي. پریمن د سعودي د برید د ملاتړ اعلان یې د همدې هڅو د سلسلې یوه کړۍ وه.

له بلې خوا د شعیه ګانو پرضد په لیکنو سره هغه اقلیت ځواکمن د ځان دښمنان کړي، چې د امریکا او غرب له ملاتړه برخمن دي. په همدې دلیل ښايي سعودي ته د حکمتیار د تګ وړاندیز امریکا له دې کبله کړی وي، چې که کابل ته راشي هم نه یواځې چې ګټه نلري بلکې نااټکل شوې ستونزې به وزیږوي. خو که دده د حزب نور چارواکي کابل ته کډه راوړي او خپله له کابل لرې د جریانونو نندارچي وي په شمالي ټلوالې به د یو بلقوه ګواښ په توګه تاثیر ولري. همدارنګه دده له حزبه به د مخالفینو پرضد جګړې ته د مشروعیت لپاره استفاده وشي داکار پرطالبانو هم یو فشار کیدای شي، چې له کابل سره خبرو ته غاړه کېږدي.

د حکمتیار هغو ترخو تجربو ته په کتو چې له زوال سره مخ شوو حکومتونو سره په وروستۍ لحظه کې یوځای کېږي، ښايي داځل تر هرې پرېکړې مخکې له ځینو خلکو سره مشورې ته مخه کړي، مګر حزب اسلامي له حکمتیار څخه دا ترخه تجربه هم لرلې ده؛ هغه تل بدترینه پرېکړه په بدترینو شرايطو کې کړې او هیچا سره یې مشوره هم نده کړې.

Leave a Reply

Your email address will not be published.