بلخ کې زیات شمېر کسانو د پښتون ژغورنې غورځنګ په ننګه غږ پورته کړی دی.
لسګونه ځوانان چې د امو سیند غاړې ته ټول شوي وو، پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د پاکستان حکومت اړ کړي تر څو د پښتنو پر وړاندې روان ظلم ودروي.
هغوی ویلي: د پاکستان ریاست هڅه کوي د ګواښونو او بریدونو له لارې د پښتون ژغورنې غورځنګ غږ غلی کړي.
له تېرو څوو ورځو راهېسې د هېواد په کچه د پښتون ژغورنې غورځنګ په ننګه لاریونونه زیات شوي دي.
Leave a Reply