له بوكوحرام څخه اته سوه كسان ژغورل شوي دي

بوكو حرامپه نايجيريا كې پوځ د بوكو حرام له ډلې اته سوه كسان خوشي كړي دي. د نايجيريا پوځ وايي چې د بوكو حرام ډلې كسان  يې د دغه هيواد په شمال ختيځ كې له ځينو كليو ايستلي دي.

د نايجيريا پوځ وايي د (بورنو) په سيمه كې د تښتول شويو كسانو د ژغورنې عمليات پاى ته رسيدلي او د (كوموسا) په سيمه كې يې ۵۲۰ كسان خوشي كړي دي.

د نايجيريا پوځي چارواكي وايي چې پوځيانو د دغه هيواد په ۱۱ نورو سيمو كې تر ۳۰۹ پورې نور  برمته شوي كسان خوشي كړي دي. تر دې وړاندې د پوځ په بريدونو كې د بوكوحرام ډلې څو تنه وژل شوي وو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.