له تخار پوهنتون څخه ۱۵۸۰ نجونې او هلکان فارغ شول

له تخار پوهنتون څخه ۱۵۸۰ نجونې او هلکان فارغ شول

 

د تخار پوهنتون رئیس پوهندوی خیرالدین خیرخواه وايي چې ددې ولایت له بېلا بېلو پوهنځیو څخه ۱۵۸۰ انجونې او هلکان دیوې غونډې په ترڅ کې فارغ او خپل سندونه یې ترلاسه کړل .

 

فارغو نجونو او هلکانو پرافغان حکومت نیوکې کړي چې د دندو ورکولو په وخت کې دولتي ادارو کې روابطو ته لومړیتوب ورکول کیږي او وړو کسانو ته پام نه کیږي.

 

 

د تخار والي فضل الله مجددي فارغ شوو کسانو ته ډاډ ورکړی چې دندې به ورته پیدا کوي او غوښتنه یې ترې کړې هغه کسانو ته چې حکومت دندې نه شي برابرولی په هېواد کې دې ځانته دکار لارې چارې وګوري او په ناقانونه لارو دې بهر ته زړه نه ښه کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.