له ترهګرۍ د ملاتړ په تور د ترکیې، سعودی او قطر د محاکمې وخت رارسېدلی

د ترهګرۍ ملاتړيد روسیې ترټولو ستر تیراژ لرونکې ورځپانه پراودا داسې یوه اخطاریه خپره کړې چې وايي، د ملګروملتونو د منشور په استناد ترکیه، قطر او سعودي عربستان له ترهګرۍ څخه د ملاتړ او ترهګریزو بریدونو د طرحه کولو په تور محاکمه کېدای شي او په دغو هېوادونو د حملې امکان شته.

د کمونست ګوند دغه معتبرې ورځپاڼې په خپل راپور کې ویلي: د روسیې ولسمشر پوتین په ۱۹۹۹ کال کې ګواښ وکړ، چې ترهګر به تعقیب او ووژني حتی که په تشناب کې هم وي او پوتین وکولای شول له باسایف څخه نیولې تر عمروف پورې د چچین جنګسالارانو په وژلو سره خپله ژمنه عملي کړي. په سوریه کې د پوتین ګواښوونه په ستراتيژیکو بمونو او بحري راکټونو سره عملي شول او دا د ترهګرۍ حامي هېوادونو ته نغد ځواب دی.

پراودا زیاتوي: روسیې د ترهګرۍ پرضد دمبارزې په اړه وايي؛ روسیه به د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې مطابق عمل وکړي، داهغه ماده ده، چې هېوادونو ته له ځان څخه ددفاع حق ورکوي. د روسیې د بهرنیوچارو وزیر سرګې لاوروف هم د لبنان له بهرنیو چارو وزیر سره د لیدنې په ترڅ کې ویلي: روسیه به دا ماده په ټولو نظامي، دیپلوماتیکو او مالي امکاناتو سره عملي کړي.

د ملګرو ملتونو د منشور ۵۱ ماده ددغه سازمان هرغړي هېواد ته حق ورکوي چې د سولې لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تراقدام د مخه پر حریم یې د مسلحانه حملې د برید په ځواب کې په عمل لاس پورې کړي
دا ورځپاڼه لیکلي: د سینا په جزیره کې د روسیې په مسافر وړونکې الوتکه ترهګريز برید دغه هېواد ته اجازه ورکوي له ۵۱ مادې په استفادې، جنایت کاران د محکمې میز ته راکاږي او یا یې د ځپلو لپاره نور اقدامات ترسره کړي.

پراودا، قطر دولت د سینا په جزیره کې په روسیې الوتکه د برید د عامل په توګه په ګوته کوي او لیکي: په قطر او سعودي کې هغه جنایت کاران اوسېږي چې په سوریه او عراق کې ترهګريز بریدونه تنظیموي. پراودا همدارنګه د سپټمبر د ۱۱ په پېښه کې عربستان په لاس لرلو تورنوي او کاږي: روسیه نو تردې زیات لاس ترزنې نشي کیناستلای چې د سوریې او عراق د شخړو په سبب یې حیاتي ګټې له خطر سره مخ شي او روسیه نشي کولای د روسانو وژنکو ته د ورانکاریو ددوام اجازه ورکړي.

پراودا د مقالې په پای کې د قطر، سعودي او ترکیې د مشرانو محاکمه غواړي او لیکي: هغه وخت رارسېدلی چې له ملګرو ملتونو څخه د نړیوالې محکمې د جوړولو غوښتنه وشي او له ترهګرۍ څخه د ملاتړ په تور د قطر، سعودي او ترکیې مشران محاکمه شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.