له زلزلې وروسته د افغانستان ډېرې لوړپوړې ودانۍ په خطر کې دي

لوړپوړې ودانۍد پرون ورځې زلزلې د افغانستان د مجللو لوړپوړو ودانیو کیفیت په ډاګه کړ او استوګن یې ویره لري، چې که د زلزلې بل ټکان وشي دوی ددغو ودانیو تر درنو دیوالونو لاندې شي.

ددغو ودانیو ترټولو غټه بېلګه د اونکس شرکت له خوا جوړشوی بختاور ټاور دی. بختاور ټاور د کابل د نوي ښار په زړه کې موقعیت لري، دغه قصر له پیله په دویم پوړ کې د معمارۍ له لحاظه ستونزه درلود او د تل خونو په وړو پایو یې په دویم منزل کې سترې پایې درولې وې.

دا ودنۍ چې په کابل کې د د جوړو رهایشي ودانیو ترټولو لوړه ده، پرون د زلزلې په ترڅ کې یې په دویم پوړ کې عمودي درزونه کړي او ستونزمنه به وي، چې ترمیم شي. په بختاور ټاور کې کورنۍ اوسېږي او اکثرو هلته کورونه په ګرانه بیه اخستي دي. د تخنیکي کسر له راڅرګندېدو سره خلک فکر کوي چې ددوی پانګه له خاورو سره سمه شوه.

دویمه ترټولو ښه بېلګه د قصبې په سیمه کې بلاکونه دي. ددغو بلاکونو دوه یې په منځونو کې سره غوڅ شوي دي. سره له دې د ښارجوړونې وزارت ادعا کوي چې دا ددوی ندي، خو د جوړونکي خصوصي شرکت چارواکي وايي، هم نقشه، هم انجنران او هم براورد د وزارت وو.

د پرونۍ زلزلې مرکز د بدخشان د جرم ولسوالي وه، خو ترټولو زیات زیانونه یې د کابل په څیر د ځینو ښارونو لوړپوړیزو ودانیو ته رسولي دي. په تېرو څوارلس کلونو کې په افغانستان د عمراني پروژو په تطبیق کې په لوړه کچه فساد ددې سبب شوی، نه یوازې د خلکو وړو سرمایو ته زیان ورسي بلکې د ښاري وګړو ژوندونه په خطر کې دي.

د تخنیکي لحاظه د کیفیت ټیټوالی په هغو ودانیو کې ډېر زیات دی، چې ځینې شتمنو اشخاصو او د جایدادونو مافیاوو د استوګنې لپاره جوړ کړي او بیا یې په خلکو پلورلي دي. دا بلاکونه له ظاهري لحاظه ښکلي او مجلل دي، خو د زلزلې سنجش پکې ندی شوی او دا به په کابل کې په اوږدمهال کې یا د پرونیو طبیعي پیښو په ترڅ کې د انساني قتل عام سبب شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.