له سعودي سره د پاكستان خواخوږي

سعودي او پاکستاند سعودي عربستان د بهرنيو چارو د  وزير  عادل الجبير په پاكستان كې  تود هركلى وشو . هغه لومړى د پاكستان له لوى درستيز راحل شريف سره وكتل او وروسته د پاكستان د لومړي وزير نوازشريف كتنې ته لاړ. د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت وايي په دغه كتنه كې د پاكستان لومړي وزير نوازشريف ويلي  پاكستان تل د سعودي عربستان د ځمكنۍ بشپړتيا د ساتنې په برخه كې له سعودي عربستان سره  سره اوږه په اوږه پاتې شوى او د هرډول ګواښ پروړاندۍ د سعودي په څنګ كې ولاړ دى.

د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه كې راغلي چې د سعودي د بهرنيو چارو وزير له نوازشريف سره د عربستان په مشرى د نوي ايتلاف په اړه جزيات شريك كړل. سرچينه وايي نوازشريف د دې كار هركلى كړى او ټينګار يې كړى چې پاكستان د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه كې د داډول  سيمه ييزو او نړيوالو هڅو ملاتړ كوي.

د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې له مخې د پاكستان لومړي وزير له عربستان سره  په دفاعي،  امنيتي، اقتصادي او سوداګريزه برخه كې د دوه اړخيزه اړيكو د پراختيا غوښتنه كړې ده.  د پاكستان لومړي وزير دغه راز له سعودي غوښتي چې په پاكستان كې د انرژۍ او اقتصاد په برخه كې پانګونه ډيره كړي.

عادل الجبيرد پاكستان اعلاميه وايي چې پاكستان د سعودي عربستان او ايران ترمنځ د كړكيچ په ډيروالي انديښمن دى او په ايران كې د سعودي عربستان د سفارت په اړه شوې كړنه غندي، دوى د هيوادونو ترمنځ نړيوالو قوانينو او د يو او بل په چارو كې د نه لاسوهنې اصولو ته ژمن دى. پاكستان له دواړو هيوادونوغواړي چې دا لانجه په سوله ييزه توګه حل كړي.

ويل كيږي چې د سعودي د بهرنيو چارو وزير د سعودي عربستان په مشرۍ د ۳۴ هيوادونو ايتلاف په اړه جزيات پاكستان ته وركړي چې دغه هيواد يې غوښتنه كړې وه. پاكستان ويلي و چې په دې اړه د جزياتو له ترلاسه كولو وروسته به په دې اړه پريكړه وكړي چې دوى په دغه ايتلاف كې شامليږي او كه نه.

د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه په دغه ايتلاف كې د پاكستان د شموليت په اړه كومه څرګند دريځ نه دى ياد كړى چې دغه هيواد په دغه ايتلاف كې شاميل دى او كه نه.

پاكستان ته د سعودي عربستان د بهرنيو چارو د وزير له سفر سره په يوه وخت په دغه هيواد كې د سعودي په ملاتړ او مخالفت كې لاريونونه هم وشول.

Leave a Reply

Your email address will not be published.