له سوريې څخه د روسي ځواکونو وتل پیل شول

روسي پوځد روسیې د دفاع وزات وایي د سوریې له «حمیمم» هوايی ډګر څخه د لومړنیو روسیې الوتکو یوه جوپه روسې ته رسیدلې ده. دغه وزارت د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي په هره جوپه کې یوه په پوځي وسایلو او تجهیزاتو بار الوتکه او څو نورې جټ جنګي الوتکې د سوریې خاوره پریږدي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین تیره ورځ حکم وکړ چې یوه برخه روسي سرتیري به د سوریې له خاورې ووځي، خو په سوریه کې به د «حمیم» او «طرطوس» پوځي هډې خپل کار ته دوام ورکړي.

ولادمیر پوتین وویل: “د دفاع وزارت او وسله والو ځواکونو لپاره ټاکل شوی ماموریت په ټوله کې ترلاسه شوی بولم.”

د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو ویلي  ددې هېواد جنګي الوتکې له سوریې بېرته روسې ته ولېږدول شي. دغه چارواکو نه دي ویلي  چې څومره الوتکې او پوځيان بېرته روسیې ته استول کېږي. د اسوشیټډ پرس د راپور له مخې امریکا د روسیي سرتیرو شمیر  د ۳۰۰۰ او ۶۰۰۰ ترمنځ اټکل کړی دی. روسیه د سوریې د ولسمشر بشار الاسد له کلکو ملاتړو دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.