له شپېګل مجلې سره د افغان ولسمشر غني مرکه

ولسمشر غنيتر یو کال زیات کېږي چې ولسمشر غني د افغانستان د ولسمشر په توګه خدمت کوي. په ټاکنو کې د محمد اشرف غني بریا په ټاکنو کې د عبدالله عبدالله د تورونو په دلیل سره خچنه شوه. ولسمشر غني په امریکا کې د انسان پیژندنې او اقتصاد په برخه کې لوړي زده‌کړې کړې دي او له هېواده بهر یې ډېر وخت د استاد او بیا د نړیوال بانک د مشاور او وروسته د کابل پوهنتون د رييس په توګه کار کړی دی.

اشرف غني د حامدکرزي تر مشري لاندې له 2002 څخه تر 2004 کال پورې د مالیې د وزیر په توګه هم دنده ترسره کړې ده. شپېګل انګلیش په وروستیو کې له ولسمشر غني سره د یوې مرکې لپاره په کابل کې په ولسمشریزه ماڼۍ کې وخت اخیستی، چېرته چې حامد کرزي دوولس کاله حکومت وکړ. موبل او فرنیچر شاید لا اوس هم هماغه وي، خو روحیه او حالات ډېر بدل وو. حامد کرزی ولسي مشر بلل کېده خو ډاکټر غني بیا دومره جراره نه دی بلکې یو مصروف ولسمشر دی. د مرکې په دوران کې یې هم خپلې زېړې تسبیح په لاس کې اړولې او د مرکي په منځ کې يې د خپل لمانځه لپاره وقفه واخیسته.

شپیګل: ښاغلی ولسمشره، د پاریس په ښار کې وروستيو تروریستي حملو وښودله چې تروریستان غواړي اروپا هم د جنګ په ډګر بدله کړي. ستاسو هیواد تر یوي لسیزي زیات د تروریزم په ضد جګړه کې لګیا دی. مونږ ستاسو له هیواد افغانستان څخه څه زده کولای شو؟؟

ولسمشر:  تروریزم په نظامونو او دولتونو باندي د خلکو په باور او عقیدې حمله کوي او خلک پري بي باوره کوي. مخنیوی یې کیدای شي خو که یو موټی عمل وکړو او له دغي پدیدي سره په یو موټي او متحد ډول ځان خبر او مبارزه وکړو.

شپیګل: په واقعي او مشخص ډول ستاسو هدف څه دی؟

ولسمشر: مونږ په پولو او سرحدونو سره پیژندل کیږو او پولي دې چې مونږ یو له بل څخه بیلوي خو تروریستان په شبکو کې راټولیږي. دولتونه ډیر بطي او سست خو تروریستان ډیر تیز دې. د استخباراتي معلوماتو شریکیدل باید اوس تر منطقوي او نړیوالي کچي پوري پراخ کړل شي او تر یوه هیواده پوري محدود نه کړل شي. مونږ باید سرعت پیدا کړو او ددې پدیدي په وړاندي په مهارت سره چابک حرکت وکړو. پخوانی او بیروکراتیک کلتور چې مونږ او تاسو ته په میراث پاته دی یو خنډ دی. اصول او سلسله مراتب شاید له داسي واقعاتو سره د مقابلي لپاره مؤثر وې خو دا د اوسنیو نړیوالو خطرونو او په چټکې سره خپریدونکو شبکو لپاره چټک ځواب نشي کیدای.

شپیګل: ایا دا زمونږ د مدني ازادیو د پای یو بل پیل دی؟

ولسمشر: د مدني ازادي لپاره تعهد به په ډیرقوت سره بیرته راژوندی کړل شي. خو د مدني ازادي پر مفهوم حمله کیږي او له خوندیتوب، ناامني او خطر څخه باید زمونږ تعریف او پیژندنه په اساسي ډول تغیر وکړي. په مدني ازادي باندي حمله ډیره دردناکه او د احساس وړ دی. او خلک ډیر په اسانه وارخطا کیږي کله چې یې عادي ژوند او د تګ راتګ لاري له خطر سره مخ شي. مونږ او تاسو د تروریزم له بیخي نوي بڼي سره مخامخ یو، تروریستان د وژنو لپاره وژني کوي.

کله چې ما د جرمني د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې د داعش په اړه خپل غږ اوچت کړل او د هغوئ د جرمي اقتصاد، د هغوئ د مهارت او سرچینو او ریښو په اړه مي تحلیل وړاندي کړل نو ټولو فکر کول چې زه هغوئ ویروم. مګر نن مونږ له همهغه حالت سره مخ یو. که القاعده د تروریزم دوهم ورژن و، نو داعش یا اسلامي دولت یې پنځم ورژن دی.

شپیګل: داعش نړیواله پدیده دی په داسي حال کې چې افغان طالبان محلي اهداف لري. ایا تاسي فکر کوئ چې د دوئ تر منځ ورته والی شته؟

ولسمشر: د دوئ تر منځ چې څه شی مشترک دې هغه د ویجاړولو او وژنو لپاره د هغوئ اراده ده. ډیری تروریستان چې افغانستان ته راغلي دې د روسيې، ازبکستان، قزاقستان، سعودي عربستان، پاکستان او یا هم شمالي افریقا هیوادونو څخه راغلي دي. دوئ له خپلو هیوادونو را شړل شوي او زمونږ هیواد ته راغلي دي. افغانستان دوئ د ځان لپاره د جنګ په میدان بدل کړی دی. او دوئ ټول د طالبانو په ګډون په جرمي اقتصاد سره ګډ دې. هیڅ یوه له دغو شبکو څخه د مخدره توکو د شبکو، انسان تښتوني، او تیلو له قاچاق څخه پرته خپل تروریستي عملیات مخته نشي وړلای. او ددې په وړاندي دریدل یو حقیقي نړیوال نوښتګر اتحاد ته اړتیا لري، کټ مټ داسي لکه د دوهم نړیوال جنګ په وخت کې چې د جرمني د زورواکي په خلاف اتحاد وشول.

شپیګل: مګر ستاسو هیواد چې له کومو ستونزو سره مخ دی فقط د نړیوال ترویزم د تولید خبره نده، بلکي په چارو کې ستاسي د حکومت او پوځ د ناکامي نتیجه هم ده. د سپټمبر په اته ویشتمه افغان ځواکونو ونشوای کولای چې د کندز له ښار څخه د یو څو سوو طالب جنګیالیو په وړاندي دفاع وکړي. طالبانو د ټولو دولتي ادارو ودانۍ چي د کلونو په مودو کې جوړي شوي وي وسوځولي. دا پیښه څنګه وشوه؟

ولسمشر: د کندز پیښه زمونږ د استخباراتي ارګان د غفلت او ناکامي له وجهي را منځته شوه.

شپیګل: دا څنګه امکان لري چې اوه یا اته سوه طالب جنګیالي دې د افغان امنیتي ځواکونو اوه زره عسکرو ته چې په ښو وسلو هم سمبال و په ساحه کې ماته ورکړي؟

ولسمشر:  دا څنګه امکان لري چې یو څو افراد دې د فرانسي ټول حکومت د خاموشئ او چوپتیا حالت ته راوستلای شي؟

شپیګل: د فرانسي حکومت د فلج کیدو او سقوط څخه ډیر لري دی. خو په کندوز کې خلکو ویل چې استخباراتي ارګان د پراخو عملیاتو پلان درلود مکر حکومت یې د ترسره کولو اجازه نه وه ورکړي.

ولسمشر: دا خبره سمه نده. مونږ د اصلاحاتو په راوستلو لګیا و چې دا حملي په شمال کې ترسره شوي، نه تنها په کندز کې بلکي په نورو ډیرو ولایتونو کې وشولي. زمونږ ځانګړي ځواکونه کم دې او په یو وخت کې په ډیرو ځایونو کې د عملیاتو امکانات نلرو. مونږ باید له هري ولسوالي څخه پرته له دې چې په اهمیت یې خبري وکړو باید دفاع وکړو. ځکه همدا زمونږ د هیواد د سیاسي او اجتماعي جوړښت تقاضا دی. مونږ شمال ته نوی قومندان لیږلی  او هغه د ستونزي د جدیت او شدت په اړه مونږ ته راپور راکوي. مونږ له حالاتو سره په دوامداره توګه داسي ځان برابرو چې مطمئنه شو چې کوم ستر ښار یا ولسوالي د دښمن په لاس سقوط ونکړي. خلک باید پوه شي چې افغانستان هوایې ځواک نلري او زمونږ ځمکني ځواکونو ته مخکي د ناټو هوایې ځواک مرسته ورکوله کوم چې اوس نشته. مونږ له ډیرو کمو منابعو څخه ډیره زیاته استفاده کوو.

شپیګل:   سږ کال تاسو له پاکستان سره په مذاکراتو باندې شپږ میاشتي ضایع کړي. هغه پاکستان چې استخباراتي شبکه ای ایس ای یې د طالبانو نږدې ملاتړی او حمایت کونکي ده. او طالبانو په کابل کې څو ځله ګروپي او غټي حملي وکړي. ایا فکر نکوئ چې تاسو ته دوکه درکړل شوه؟

ولسمشر: د یوه هیواد د مشر په توګه یو څوک دومره وخت نلري چې له داسي احساساتو څخه خوند واخلي. د افغانستان خلک له جنګه ستړي او سوله غواړي او دا کار دوامداره هڅي او مقاومت غواړي. مونږ د خپل هیواد څخه دفاع ته ژمن یو او د منطقي او نړئ ټول هیوادونه زمونږ په دغه حقه غوښتنه پوهیږي.

شپیګل: مخکني ولسمشر حامد کرزي هم د داسي یو څه هڅه کوله مګر هیڅ نتیجه یې ورنکړه. ستاسو منتقدین او سیاسي مخالفین وایې چې له پاکستان سره په مذاکراتو تر وخت تیرولو غوره دا وه چې د ښي حکومتوالۍ لپاره کار شوی وای

ولسمشر: تاسو باید په حقیقت ځان پوه کړئ. له بهر څخه د زمونږ د هیواد او حالاتو په اړه قضاوت کول ډیر اسان کار دی. خو لطفاً هڅه وکړئ چې درک کړئ چې مونږ ته په میراث څه پاته شوي دې. د جرمني قواوي د کندز له حالاتو سره ډیري ښي بلدي دې. له دوئ نه د افغان امنیتي ځواکونو د توانایې او د هغوئ په لاس کې شته منابعو په هکله پوښتنه وکړئ.

شپیګل: تاسو څه ته ضرورت لرئ تر څو په اینده کې د کندز په شان له بلي داسي پیښي او ماتي څخه مخنیوی شوی وې؟

ولسمشر: یو مستقل کمیسیون مې د کندز د پیښي په خاطر ګمارلی ترڅو ددې پيښي څخه په درس اخیستو د اینده لپاره د لازمو تدابیرو توصیه وکړي. اوس مونږ باید ټوله هڅه وکړو چې د کندز د پیښي څخه اخیستل شوی عبرت سم و ارزو او په اینده کې دداسي پیښي مخنیوی وکړو. څه چې مونږ ورته ضرورت لرو هوایې ځواک دی. امریکا تصمییم نیولی و چې له روسیې څخه د افغانستان فوج ته د ضرورت په اساس نظامي الوتکې او وسایل وپیري، ځکه زمونږ پیلوټان او نظامي متخصیصین د روسيې الوتکو او وسایلو له استعمال سره بلدیت لري. مګر د یوکراین د ناورین په رامنځته کیدو سره د امریکا کانګرس په روسیه بندیزونه ولګول چي په نتیجه کې زمونږ لپاره وسایل پیرل هم وځنډیدل. زه پر خپلو امنیتي او دفاعي ځوکونو ویاړم. مونږ قرباني ورکړي او تر سختو حالاتو تیر شو خو اصلي هدف مو وساتل؛ مونږ دښمن ته اجازه ورنکړه چې د جنګ او تروریزم په واسطه زمونږ په هیواد کې دوه سیاسي جغرافیې رامنځته کړي. که زمونږ هوایې ځواک قوي وای، نن به د جګړي بڼه او حالات بیخي بدل وای.

شپیګل: اوس نو دا یو حقیقت دی چې د ملي وحد حکومت د یوه جوړجاړي په نتیجه کې رامنځته شوی، خصوصاً کله چې د مهم کلیدي پوستونو د ویشلو خبره کوو. ولي له ډاکټر عبدالله سره یو ځای کار کول ستاسو لپاره دومره ستونزمن دې؟

ولسمشر: تر هرڅه مخکي باید درته ووایم چې یو ځای کار کول زما لپاره هیڅ ستونزمن ندې. د ملي وحدت حکومت د هیواد ضرورت و او زه ویاړم چې مشري یې کوم. مونږ په میاشتو میاشتو مذاکراتو کې بوخت و ترڅو یو حکومت تشکیل کړو مګر بلجیم هم تر یو کال زیات وخت ونیول ترڅو همداسي یو حکومت تشکیل کړي. زه او ډاکټر عبدالله بحث سره کو، مذاکراتو کې بوختیږو خو مونږ په ګډه د بحرانونو د مخنیوي او حل لپاره کار کوو. مونږ تر یو ډیر ستونزمن کال را وزو. په تیرو څلویښتو کلونو کې یو له ډیرو ستونزمنو کلونو څخه سږ کال 2015 کال و.

شپیګل: اکثره افغانان دا ویره لري چې حکومت به دوام ونکړې ځکه ستاسي په سیاسي توافق کې د لویې جرګې جوړیدل  هم موافقه شوي وه. عنعنوي لویه جرګه. هغه جرګه چې قومي مشران او د ولسوالیو نماینده ګان به ګډون په کې کوې او په حکومت کې د عبدالله عبدالله په راتلونکې رول به تصمیم نیسي چې باید د اجرأییه صدر اعظم په توګه پاته شي او کنه.

ولسمشر: تشویش مه کوئ لویه جرګه به د ټاکل شوي مودې او مهال ویش سره دایره شي.

شپيګل: حامد کرزي 12 کاله په افغانستان کې حکومت وکړل. له هغه څخه څه ډول هیواد په میراث درته پاته شول؟

ولسمشر: د دنیا یو له تر ټولو ستونزمن او ضعیف ترین اقتصادي حالت په میراث راته پاتي شو، او تر هغه هم بدتر دا چې جنګ تر بل هر وخت زیات او تیز شو. مخکې فقط د هیواد جنوب او ختیځ کې جنګ و خو اوس ټول هیواد کې جنګ دی. تر 140،000 زیات بهرني عسکر له افغانستان څخه ووتل چې دا نه یواځي د امنیت لپاره مهم و بلکي ستر اقتصادي فکتور هم و. د دوئ په وتو سره د خلکو ژوند سخت شو. د نړیوالي ټولني او عسکرو د وتلو اقتصادي ضربه او تاثیر هیچا هم نه و سنجولی

شپیګل: دغه بحران څه ډول تاثرات درلودل؟

ولسمشر: د عسکرو له وتلو سره په لکونو خلکو دندې له لاسه ورکړي. زمونږ د ترانسپورت په سکتور کې چې د ټول هیواد د کورنیوناخالصو عوایدو 22 فیصده تشکیولوي تر یو لک زیاتو خلکو دندې له لاسه ورکړي. د نظامي تأسیساتو رغول یو ستر لامل و او له دې سره د ملکي خدماتو سکتور تر 40 فیصدو کورني ناخالص عواید تشکیلول. سربیره پر دې، یو زیات شمیر مرستي چې هر کال به له افغانستان سره کیدلي ډیري کمي یې د غربت په له منځه وړلو کې کاریدلي ځکه حکومت غریب قشر باندې هیڅ تمرکز ونکړل. او ددې ټولو په نتیجه کې نن د هیواد 70 سلنه نفوس د ورځي تر 1.75  ډالره کم عاید لري.

شپیګل: تاسو څو ورځي مخکې د کار موندني د ملي برنامي تر نامه لاندې د سلو زرو خلکو لپاره د موقتي کار موندني اعلان وکړل چې په دې کارونو کې د ښارونو پاکول، د لویو او وړو لارو جوړول، د زراعت او اوبو لګولو په برخه کې دندو شتون درلود. ایا دا پروګرام به له هیواد څخه د خلکو د وتلو مخنیوی وکړي.

ولسمشر: دې ستونزي ته دومره عاجل حل نشته. مګر کوم اقدامات چې زه یې تر لاس لاندي نیسم او لرم هغه د دوامداره حل په موخه دې او اوږد مهاله دې. زمونږ هدف دادی چې په څلورو کلونو کې د غذایې موادو واردات صفر او یا بیخي کم کړو چې په دې سره به دوه میلیونه افغانانو ته په کور دننه د زراعت په برخه کې دندې پیدا شي. پرون ما د 17 لویو او وړو بندونو پرو‎ژي وارزولي چي په هغو کې به یو بند په یواځي سره په یوه ولایت کې تر اتیا زره هکتاره زیاته ځمکه خړوبوي.

همدارنګه د ټاپي پروژه به هم د ډیسمبر په میاشت کې پیل شي چې له ترکمنستان څخه به طبیعي ګاز د افغانستان له لاري پاکستان او هند ته انتقالوي او ددې پروژي یو ستر جانبي محصول د ریل پټلۍ دی. دواړه پروژي به له مرکزي اسیا سره زمونږ اقتصادي روابط په اساسي ډول بدل کړي. همدارنګه راتلونکی کال به مونږ په یواځي ځان د دومره برق د تولید ظرفیت ولرو چې په تیرو څلویښتو کلونو کې مو ټول نه و تولید کړی.

شپیګل: تاسو مخکې څو ځله ویلي چې تاسو به ټول کارونه د پخواني ولسمشر څخه به مختلف ډول تر سره کړئ، مثلاً له فساد سره مبارزه، ښه حکومتداري او نور. مګر بیا تاسو عبدالرشید دوستم خپل معاوین وټاکل پداسي حال کې چې اکثره خلک هغه د یوه جنګې مجرم په توګه پیژني. او تاسو د ماليې پخوانی وزیر (زاخیلوال) چې په فساد تورن و خپل مشاور وټاکل.

ولسمشر: زه غواړم تاسو ته واضحه کړم چې دوستم مخکې له دې چې زما سره اتحاد وکړي، په کورنیو جنګونو کې د ښکیلتیا په خاطر له ملته عمومي بښنه وغوښته او پښیماني  یې څرګنده کړه. ددې تر څنګ، ایا جرمني له دوهم نړیوالي جګړي وروسته نازیان محاکمه کړل؟ نه هیڅکله نه. بلکي تاسو هغوئ ته په حکومت کې دندې ورکړي. نورو ته تر ګوتي نیولو مخکې خپل تاریخ ته مراجعه وکړئ. له یوه هیواده چې لا هم په جنګ کې ښکیل دی د څه ډول اقداماتو توقع لرئ؟ زما دنده دادی چې باید خپل هیواد متحد او یو موټي وساتم او ددې کار لپاره زمونږ د هیواد او خلکو قربانیوي باید په نظر کې ونیول شي.

شپیګل: د پنج شنبي په ورځ تاسو جرمني ته سفر لرئ او پلان دی چې له صدراعظمي انګلا مرکل سره هم وګورئ. تاسو به د هغې دې پوښتني ته چې ولي د نړیوالو له 14 کلن حضور او مرستو وروسته هم په دومره زیاته شمیر افغانانو جرمني ته مخه کړه؟

ولسمشر: لومړی، اجازه راکړئ چې مننه درڅخه وکړم. جرمني او افغانستان د سلو کلونو د دوستي جشن ونمانځل او دا زما لپاره شخصاً ډیره معنا لري ځکه زما نیکه په جرمني کې د افغانستان لومړی سفیر و. همدارنګه جرمني، لکه د امریکا ولسمشر بارک اوباما، دا څو ورځي مخکې وعده وکړه چې زمونږ سره به پاته کیږي او دا زمونږ لپاره ډیر اهمیت لري. زه او میرمن مرکل به د منطقي د ستونزو د حل په نویو لارو چارو ډیر ښه او  په جزیاتو بحثونه ولرو.

شپیګل: د بیا رغوني په دې پروسه کې به تاسو د هیواد څخه بهر ته د وتونکو ځوانانو د استعداد او ظرفیتونو د کمي احساس ونکړئ ځکه ډیری ځوانان له هیواده بهر یا وتلي او یا د وتلو هڅي کوي؟

ولسمشر: مونږ په یوه تړلي او یو په بل تکیه نړئ کې ژوند کوو او هیڅوک نشي کولای د چا د تګ مخنیوی وکړي. هغه څه چې مونږ یې کولای شو او باید ویې کړو دادی چې باید د فرصتونو د رامنځته کولو هڅي وکړو. همدارنګه ډیری ځوانان بیرته هم راځي. مثلاً  د محمد قیومي مثال درواخلي. هغه د امریکا په کلفورنیا کې د سن جوز د پوهنتون ریئس و خو اوس یې هغه دنده پري ایښي او په ساختماني او زیربنايې برخه کې زما د مشاور په توګه دنده ترسره کوي.هغه بیرته هیواد ته د خدمت لپاره راغی. مهاجرت نړیواله ستونزه ده او دواړو طرفونو ته په حرکت کې دی. مونږ به خپلي هڅي وکړو او مطمئن یم چې جرمني په هم خپلي هڅي وکړي.

شپیګل: ښاغلی ولسمشر محمد اشرف غني، له تاسو څخه مننه چې د مرکې لپاره مو وخت راکړل

Leave a Reply

Your email address will not be published.