له طالبانو سره به مخامخ خبرې وشي

څلور اړخيزه غونډهد افغانستان، پاکستان، امریکا متحده ایالاتو او چین د استازو په ګډون څلور اړخیزه غونډه پای ته ورسیده. په دغه غونډه کې هم په افغانستان کې د جکړې په پای ته رسولو ټینګار شوی دی.

د غونډې خپره شوي اعلامیه وایی چې ګډونوالو پریکړه وکړه چې له طالبانو، حزب اسلامي او نورو ډلو له صلاحیت لروونکو استازو سره به د افغان حکومت د مخامخ خبرو کلک ملاتړ کوي.

د غوندې په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي: “د ۲۰۱۶ کال د مارچ په لومړۍ اوونۍ کې به د پاکستان په کوربتوب له افغان حکومت سره د سولې د مخامخ مذاکراتو لومړي دور پلییږي. د دغو هڅو د بریالیتوب لپاره به یوه ګډه کاري ډله جوړیږي چې د افغان او پاکستاني دیني عالمانو ملاتړ او مرسته خپل کړي.”

اعلامیه وایي د دغې کاري ډلې بله هڅه به دا وي چې د دواړو هېوادونو دیني علما وهڅوي چې تاوتریخوالي وغندي او پر ضد یې فتواوې ورکړي.

په غونډه کې دا پرېکړه هم وشوه چې د مارچ له مذاکراتو وروسته به په اسلام اباد کې د سولې بله څلوراړخیزه غونډه وشي چې، ستونزې او پرمختګونه وارزوي. تراوسه لا وسله والو طالبانو د سولې د څلور اړخیزې غونډې د دغې پرېکړه په اړه څه نه دي ویلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.