له طالبانو سره د روسیې پټې خبرې

طالبان روسیهراپورونه وايي روسي چارواکو په وروستیو کې د طالبانو له استازو سره په تاجکستان کې کتلي دي. سره له دې چې د خبرو کره جزیات روښانه ندي، خو داسې اوازې شته چې طالبانو له روسیې څخه د الوتکو ضد راکټونه غوښتي‌ دي.

له روسانو سره د طالبانو د پټو خبرو موضوع د افغانستان او پاکستان او افغانستان او طالبانو ترمنځ د مخالفتونو له زیاتېدو سره په یوه وخت راپورته کېږي. له طالبانو سره د افغان دولت د سولې خبرې په ټپه درېدلې او پاکستان هڅه کوي دا خبرې له سره پیل شي. ځینې هندي او پاکستاني چارواکو هم د طالبانو او روسیې لیدنه تاييد کړې ده، خو ارګ په دې اړه څه ندي ويلي.

تردې وړاندې روسیې د ترهګرو او په ځانګړې ډول منځنۍ اسیا ته د داعش سخت دریځو د احتمالي نفوذ په اړه اندېښنه په ډاګه کړې وه. داسې ښکاري چې طالبان له امریکا سره له اړیکو ساړه شوي او ځای یې داعش نیسي، نو دغې ډلې په پټه ځینو نورو هېوادونو یا بدیلونو ته لاس غځولی او په دې منځ کې روسیه هم د دوی د پاملرنې وړ ده، چې د افغانستان د دولت خلاف، داعش خلاف جګړې او د بهرنیو ځواکونو پرضد د جګړې لپاره یې پټه مرسته ترلاسه کړي.

تردې وړاندې د طالبانو یو پلاوی ایران ته هم تللی و،‌چې د داعش پرضد یې ملاتړ راجلب کړي. وروستي راپورونه داهم دي، چې د ایران سپاه پاسداران په زابل او هلمند کې له طالبانو سره مرسته کوي چې دداعش د نفوذ مخه ونیسي.

سیاسي شنوونکي وايي: ترټولو غټه اندېښنه داده چې افغان حکومت له داسې پټو تعاملاتو کم خبريږي او طالبان په اړیکو جوړولو برخه دامهال ترافغان دولت چټک روان دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.