له طالبانو سره د مخامخ خبرو نیټه وټاکل شوه

څلور اړخيزه غونډهد افغانستان حکومتي سرچینې وایي چې دا خبرې به د مارچ په اوومه د دوشنبه په ورځ پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې ترسره شي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وایی  افغانستان هیله من دی چې دا خبرې پایله ورکړي.

حکمت خلیل کرزي په دې برخه کې د پاکستان هڅې هم ستایلي دي او وایي دا له تیرو څو لسیزو را په دیخوا د سولې مذاکرې له پاره یو ښه فرصت دی.

حکمت خلیل کرزی وایي په قطر کې د طالبانو دفتر د طالب یاغیانو مشروع ادرس دی او د کابل حکومت تیار دی چې د طالبانو له ټولو اړخونو سره چې د قطر د دفتر برخه وي، خبرې او مذاکره وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.