له طالبانو سره د چین، ایران او پاکستان پټه یارانه

طالبانکله چې د طالبانو مشهور قوماندان او د کوټې شورا غړی ملا رزاق د تېرکال په وروستیو کې د هلمند زمینداور ته ورسېد ګڼ طالبان یې راټول کړل ورته یې وویل: ملا عمر ژوندی ندی.

طالبانو شوک وخوړ، هغوی ټول د رزاق په خبره ټکني شول خو د ملا سره داسې ثبوتونه وو، چې خپل قوماندانان یې په لنډ وخت کې قانع کړل. د ملا لپاره دوه لارې وې، یا داچې د طالبانو د تحریک د مشرۍ دعوه وکړي او یا دداعش د نوې څپې د مخکښ په توګه دجنوب لودیځ په لویه حوزه کې جنګیالي په ځان راټول کړي.

ملا په یوه اونۍ کې ټول زمینداور تر ولکه لاندې راوست د تاریاکو په مارکیټ او سوداګرۍ بوخت طالب قوماندانان یې له ځان سره کړل په بازار یې تور بیرغونه ودرول. اوومه ورځ یې شپږ غله چې طالبان وو د زمینداور په بازار کې په دار وځړول. په طالبانو کې د ملا نفوذ مخ پرزیاتېدو و، خو په عین وخت کې له کوټې دستور اخستونکي نور طالبان هم بسیج شول او د ملا رزاق د پلویانو مخه یې نیوله. شخړې زیاتېدې، له باغني باغران څخه ډېر طالبان د ملا مقابله ته راووتل خو ملا په دې سیالۍ کې مخکې روان و.

رزاق ملا له پاکستانه راتښتېدلی و، ده د مخالفت لومړی غږ په کوټه کې اوچت کړ، خو چې آی اس آی وګواښه نو په پټه افغانستان ته راغی. پاکستان له ملا څخه له هره لحاظه خطر لیده، له یوې خوا د یو مهم راز د افشا کولو خطر و، چې په طالبانو به ومني چې ملا عمر مړ دی او له بلې خوا ښايي د پاکستان له کنتروله ووځي. دغه راز پاکستان دهغه له داعشي احتمالي چغې هم ویرېده. امریکا ته دده د خطرناک رول په اړه وویل شول، او دا لومړی ځل و، چې د پاکستان د اندېښنو پربنسټ چې د جنګیالیو استحکام به ټکنی شي امریکا اقدام وکړ او ملا رزاق یې په هوايي برید کې ووژلو. وروسته نور مخالف طالبان راپورته شول د ملا پلویان یې یو پربل پسې ووژل او ځینې نور ملاتړي یې له ویرې بیرته له کوټې شورا سره هملاري شول.

په هلمند، کندهار، روزګان او زابل کې د ملارزاق مانور داهم ثابته کړه، چې جنوب کې دداعش د پراختیا امکانات شته. همدا مهال ایران له طالبانو سره د اړیکو هلې ځلې پیل کړې. د روان کال په اپریل کې د طالبانو لومړنی پلاوی تهران ته لاړ چې له ایراني چارواکو سره د تجهیزاتو په هکله خبرې وکړې. طالبان له ایرانه له مثبت ځواب سره راستانه شول. د ایران نیت داو، چې طالبان دداعش پرضد چې شعیه لږکیو ته جدي ګواښ دی او هم ایران ته احتمالي خطر دی، تجهیز کړي. په همدې وخت کې د داعش بله ډله چې ایغور جنګیالي یې په سر کې وو، د چترال له دهلیزه بدخشان ته دلېږد په حال کې وو او لومړنۍ هسته یې دننګرهار په سرحدي ولسوالیو کې تقویه کېده.

له بلې خوا له واڼه څخه پاکستان ګڼ ازبک جنګیالي له کورنیو سره افغانستان ته راوشړل او ددوی ډېری یې په زابل کې ځای پرځای شول. پاکستان ازبک جنګیالي د داعش غېږې ته نه و راټېله کړي بلکې هدف یې داو، چې دابې سره جنګیالي د پاکستان پرضد وو او په پاکستان کې چې هرځانمرګی کېده سر به یې د ازبک و. په زابل کې ازبک جنګیالي په لومړیو کې د طالبانو میلمانه وو خو وروسته د ګونګ برخلیک له کبله او د طالبانو د خپل منځي اختلافاتو په وجه یې په داعش منګولې خښې کړې. داعش ته متمایل طالبان هم د ازبکو په ننګه ودرېدل او په زابل کې دداعش هسته په غوړېدو شوه.

په وروستیو کې چین، ایران او پاکستان په اسلام اباد کې درې پټې ناستې کړې دي، چې د داعش پرضد یوه همغږي رامنځ ته کړي.

اول پاکستان: پاکستان له داعش ویرېږي خو هڅه یې دانده چې دداعش پرضد اقدام وکړي. پاکستان هڅه کوي د امریکا د میل مطابق داعش خپل خط سیر ولري خو په دې شرط چې پاکستان ته یې خطر متوجه نه وي. د پاکستان په ټولو جوماتونو کې ملایانو ته ویل شوي چې دداعش پرضد د کفر فتوا ورکړي، خو په عین وخت کې د پاکستان لپاره هغه داعش ګټور دی، چې منځنۍاسیا ته ځي یا په افغانستان کې جنګېږي خو پاکستان ته خطر نلري او له کبله یې پاکستان د امریکا مرستې او اعتماد جلبولای شي.

دویم چین: چین او پاکستان په ګډه هڅه کوي داعش ته خپل کسان ننباسي چې احتمالي خطرونه یې حداقل ته راټيټ کړي. په پاکستان کې ډېر داسې ایغور جنګیالي اوسېږي، چې د پاکستان له خوا برنامه ورکول کېږي او د پاکستان تر تسلط لاندې دي. پاکستان چین قانع کړی و، چې داعش د جنګي ستراتیژۍ یو حقیقت دی، خو دواړه تاریخي دوستان‌( چین او پاکستان) باید په داعش کې خپل نفوذ وکړي او په دې توګه دداعش خطرونه کم کړي، حتی کله کله وکولای شي د خپل میل مطابق یې وڅرخوي. پاکستان د همدې پلان له مخې ځینې ایغور جنګیالي داعش ته دننه کړل خو دا مسیر ترځایه ونه رسېد او د راتلونکي کال په اړه به یې ترپسرلیه وضعیت روښانه شي چې داعش په بدخشان کې خپله ځاله پیاوړې کولای شي که یه.

درېیم ایران: په زابل کې له تېرو دریو میاشتو راهیسې ایران پلوي طالبان د داعش پلوو طالبانو پرضد جنګیږي. د هزاره وګړو یرغمل نیول هم له دې وضعیت سره بې رابطې ندي. د هرځل یرغمل په هکله د ایران او هغو طالبانو ترمنځ خبرې شوې دي او ګواښونه تبادله شوي دي. ایران غواړي طالبان تجهیز کړي او په دې توګه په لودیځ او جنوب لودیځ کې دداعش تحرکات په نطفه کې شنډ کړي.
خو دداعش له پراختیا سره دداعش ضد طالبانو د تمویل او تجهیز په اړه د چین ایران او پاکستان دری واړو نظریه او تګلاره یوه ده. په وروستیو کې د اسلام اباد په درې اړخیزه ناسته کې پرېکړه شوې چې طالبان تجهیز شي او دداعش پرضد وجنګېږي.

اوس تازه تازه روسانو هم په دوشنبه کې له طالبانو سره کتلي‌ او طالبانو له روسانو د وسلو غوښتنه کړې ده. که جګړه دې پړاو ته ننووځي افغانستان به یوار بیا اتیایمې لسیزې ته ستون شي، چې نړیوالو استخباراتو د خپلو هېوادونو د پولو خوندي کولو لپاره او د نیابتي جګړې په پار افغان مجاهدین اول د افغان دولت پرضد بسیج کړل او وروسته یې خپل منځ کې د جګړې پرمهال زیات مالي امکانات اووسلې ورکولې.

Leave a Reply

Your email address will not be published.