د کابل ښار د دهمزنګ او ګذرګاه سیمې یو شمیر اوسیدونکو له طلوع تلویزیون څخه امنیتي ارګانونو ته شکایت کړی. د کابل ښار د دهمزنګ او ګذرګاه سیمې او دارالمان اوسیدونکو له هغه وروسته د کابل پولیسو ته شکایت کړی چې د پنجشنبه په ورځ د ګذرګاه او دهمزنګ سیمو ته څیرمه د دارالمان سړک په اوږدو کې د (ستاره افغان) خپرونې د ثبت له امله د ورځې ترپایه په دغه سیمه کې دخلکو کاربار په ټپه درول شوی واو یو سړک د ترافیکو او خلکو پرمخ تړل شوی و.
دا خلک چې د جمعې په ورځ د جمعې ترلمانځه وروسته په دهمزنګ کې په یوه جومات کې راټول شوي وو وایی په دې اړه یې امنیتي ارګانونو په تیره بیا درېیمې امنیتي حوزې او د کابل امنیې قوماندانې ته شکایت کړی چې طلوع تلویزیون یی باید د ستاره افغان خپرونې د ثبت تالار له اوسني ځای (دهمزنګ بیات میدیاسنتر ته مخامخ) څخه بل ځای ته بدل او یا دې هم دخلکو په وړاندې ستونزې نه جوړوي .
په نوموړې سیمه کې د یوه تلویزیون یوه خبریال هم چې دفتر یې په دغه سیمه کې دی د دې ستونز یادونه کړې او وایی چې د پنجشنبه په ورځ د دغه تلویزیون او افغان بیسیم مخابراتي شرکت د ترانسپورت دروازه له همدې امله تړل شوې وه چې د دغه خپرونې د ثبت له امله په یاده سیمه کې موټرو ته د ګرځیدو اجازه نه ورکول کیده.
دا خبریال وایی: «په دې اړه مې د درېیمې امنیتي حوزې قوماندان (آمر) ته زنګ وکړ هغه وویل چې په دې اړه د طلوع تلویزیون له امنیتي مسول سره خبره وکړی زه څه نه شم کولای.»
د طلوع تلویزیون له هغه وروسته د خپلو دفترونو او د خپرونو د ثبت ځایونو د امنیت په ټینګښت کې امنیتي تدابیر سخت کړي چې وسله والو طالبانو د دغه رسنې په کارمندانو چاودنه وکړه او اوه تنه یی ووژل او له شلو ډیر یې ټپیان کړل.
Leave a Reply