له غلام خان بندر ۳۰ افغان سوداګریزې لارۍ کراچۍ ته وخوځېدې

له غلام خان بندر ۳۰ افغان سوداګریزې لارۍ کراچۍ ته وخوځېدې

محور؛ دوشنبه، د زمري میاشتې ۲۸ مه:

نن دوشنبه د خپلواکۍ سلمې کالیزې په ویاړ، په سوداګریزو توکو بار ۳۰ لارۍ د خوست له غلام خان بندره، کراچۍ بندر ته روانې شوې دي.

سوداګرۍ خونه کې د خوست ولایت استازي رسنیو ته ویلي، دغه لارۍ نن کراچۍ ته خوځېدلي دي.

د هغه په خبره، ټاکل شوې ده چې په نږدې وخت کې به له پاکستان سره په همغږۍ دغلام خان بندر د دواړو هیوادونو د صادراتو او واریداتو په رسمي ټرانیزیتي لار بدله شي.

نوموړي ټینګار کړی چې غلام خان بندر د پاکستان او افغانستان ترمنځ نږدې او آغېزمنه سوداګریزه لار ده.

یادو ۳۰ لاریو کې ۵۰۰ ټینه سوداګریز توکي بار و.

د غلام خان بندر د تورخم په پرتله کراچۍ بندر ته ۴۲۱ کیلومټره نږدې دی او که دا بندر په تجارتي لار باندې بدل شي دا به نه یوازې د خوست خلکو ته د عوایدو سرچینه وي بلکې د شمالی وزیرستان او د کرښې دواړو غاړو ته د میشتو ولسونو په اقتصادي ژوند کې به هم مثبت بدلون رامنځته کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.