له محب د ولسي ملاتړ غونډې پر زیاتېدو دي

له محب د ولسي ملاتړ غونډې پر زیاتېدو دي

“د حمدالله محب څرګندونې د افغان ولس څرګندونې دي”

پرون دوشنبه د کب پر ۲۷مه نېټه په ځینو ولایتونو کې د ملي امنیت شورا د سلاکار حمدالله‌محب د وروستیو خبرو په ملاتړ غونډې وشوې.

 

دا غونډې په کندهار، پکتیکا او بغلان ولایتونو کې وشوې. ګډونوالو د امریکا ځانګړي استازي زلمي‌خلیلزاد په اړه د ډاکټر محب څرګندونې ستایلې او د سولې په تړوا یې د افغان حکومت له دریځه ملاتړ وکړ.
د کندهار خلکو وایلي، “هغه سوله نه غواړي چې تر شا یې یوه بله لویه جګړه پټه وي.”

 

په بغلان کې قومي مشر سیدکمال وردګ هم ویلي، “د حمدالله‌محب څرګندونې د افغان ولس څرګندونې دي.”

همدارنګه د بغلان قومي مشر بصیر احمد بصیر وایي، “د حمدلله خبرې د اصولو خلاف نه‌دي. څوک چې اعتراض کوي د هغوی خبرې د اصولو خلاف دي، ځکه د دې ملک اراده پخپله د افغانانو په لاس کې ده.”

د زلمي خلیلزاد او حمدالله محب تر منځ اړیکې هغه وخت ترینګلې شوې چې ښاغلي محب واشنګټن ته په خپل وروستي سفر کې وویل، خلیلزاد غواړې د سولې په خبرو کې افغان دولت څنډې ته کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.