له پنجابیو پوځیانو په خپل لاس د وژل شویو پښتنو شمېر ورک دی

له پنجابیو پوځیانو په خپل لاس د وژل شویو پښتنو شمېر ورک دی

پاکستان کي د بشري حقوقو د دفاع کمېټه وايي،  په وزيرستان او د پښتنو په نورو ګڼ مېشتو سیمو کې د ورکو شویو پښتنو په اړه تر اوسه حکومت سم ځواب نه دی ورکړی.

 

د کمېټې مشرې  امینه مسعود جنجوعه وايي، په دې برخه کې يې له حکومت سره ځلونه خبرې کړي دي، خو حکومت ورسره په دې اړه خبرې نه کوي او نه هم مالومات ورسره شریکوي.

 

آغلې جنجوعه وايي، چي د لادرکه شویو کسانو کورنۍ د خپلو خپلوانو د ځای ځايګي په هکله مالومات غواړي او د هغوی راتګ ته سترګي په لاره دي.

 

همدا اوس د پاکستان پوځ او استخباراتو د پښتنو  له سيمو څخه  شاوخوا ۴۰۰۰ کسان چې ځوانان، ماشومان، سپين ږیري او آن ښځې په کې شامل دي، وړي چې لا یې هم برخه لیک نه دی مالوم.

 

د پښتون ژغورني غورځنګ له غوښتنو څخه يوه همدا مهمه غوښتنه ده چي رياست بايد د لادرکه کسانو په هلکه مالومات ورکړي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.