له یوې الوتکې نن د بلوچستان لپاره د عدالت غوښتنې غږ اورېدل کېده انګلستان کې نن د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لوبې پر مهال، یوې الوتکې شعار ورکاوه چې د بلوچستان لپاره عدالت غواړو. لوبغالي کې د لوبې نندارچیانو یوازې همدا الوتکه لیدلې وه چې بلوچستان ته د عدالت غوښتنې غږ ترې اورېدل کېده. لوبغالي کې ناست افغانان هک حیران شوي وو. تر اوسه مالومه نه ده چې دغې الوتکې د چا په دستور د بلوچستان لپاره د عدالت غوښتنې غږ پورته کاوه. د الوتکې له دغه شعار وروسته، لوبغالي کې د افغانانو او هغو پاکستانیانو ترمنځ نښته شوې چې د لوبې ننداره یې کوله. نښته کې ګڼ پاکستانیان د افغانانو لخوا ډبول شوي دي. له نښتې وروسته پولیسو زیات شمېر نندارچیان له لوبې لوبغالي بهر کړي دي.
Leave a Reply