له ۴۰ کلونو وروسته د قلندر ولسوالۍ لپاره سړک جوړېږي د خوست ولایت غرنۍ قلندر ولسوالۍ لپاره له ۴۰ کلونو ورسته د سړک جوړېدو چارې تېره ورځ پیل شوې. د قلندر ولسوال ګلاب منګل ویلي، د یاد سړک د چارو په بشپړېدو سره به، دغه ولسوالي د خوست له مرکز او یو شمېر نورو ولسوالیو سره ونښلول شي. د ولسوال په خبره، د سړک جوړېدو برخه کې قومونو زیاته مرسته کړې ده. بلخوا د خوست مرستیال والي ویلي، د قلندر ولسوالۍ لپاره د سړک جوړېدو چارې چې په یوه کال کې به بشپړې شي، د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي به اقتصادي برخه کې پر ځان بسیا کړي او د لا زیات پرمختګ زمینې برابرېدو تر څنګ به یې امنیتي وضعیت ډېر ښه شي. د سیمې قومي مشر ګلباز خان هم خوښي څرګنده کړې چې د ولسوالۍ د پرمختګ لپاره یې دا لوی ګام دی او د حکومت له ټولو ملي برنامو ملاتړ کوی. د قلندر ولسوالۍ سړک ۳۰ کیلو مټره اوږدوالی لري چې د ۲۸۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د نړیوال بانک په مرسته جوړېږي.
Leave a Reply