لورابوش وایي له افغانستانه وتل به دا هیواد د عراق په برخلیک اخته کړي

لورابوشد امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش میرمن لورا بوش وايي په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو حضور د امریکا په ګټه دی. هغې  د خپل کتاب د مخکتنې په غونډه وویل  امریکايي سرتیري باید تر هغې په افغانستان کې پاتې شي چې اړتیا یې لیدل کیږي.

میرمن لورا بوش وايي امریکايي سرتیري باید یو ځل بیا د افغانستان په جګړه کې ښکیل شي او په وسلوالو طالبانو بریدونه پیل کړي.

هغه وایي: «په افغانستان کې زمونږ د سرتیرو پاتې کیدل زمونږ د ملي ګټو لپاره ضروري دي. مونږ نه غواړو چې هلته یو ځل بیا یو ناکام هیواد تر شا پریږدو. زه پوهیږم چې امریکایان بې صبره دي، خو باید خپل تاریخ ته پام وکړي

لورا بوش چې (موږ افغانانې یو) په نامه یې د افغان ښځو په اړه یو کتاب لیکلی وایی: «په امریکا د سپتمبر د یوولسمې له برید وروسته کله چې امریکایانې د افغان میرمنو په حالت وپوهیدې، نو هکې حیرانې شوې، ځکه له افغان میرمنو سره سخت تاوتریخوالی کیده. هغه کسان چې له ښځو سره د طالبانو د تاوتریخوالي ملاتړي دي، دوی له نارینه وو سره هم د تاوتریخوالي په فکر کې دي، نو ځکه ما دا کتاب ولیکه چې د افغان میرمنو غږ نه اوریدل کیږي.»

هغه وایی که ټول امریکایی سرتیري له افغانستان څخه ووځي نو د عراق په شان به دلته یوځل بیا پخوانی حالت راشي او د عراق تجربه به تکرارشي.

دا په داسې حال کې ده د امریکا لپاره د افغانستان جګړه تر ټولو اوږده جګړه بلل کیږي او امریکايانو ته نوره په زړه پورې نه ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.