لومړنيو بریدګرو میرمنو دوه دولتي کارمندان وژلي

پرون سهار وختي د افغان دولت دوه کارکوونکي یې په ډزو سره د کابل د پینځمې ناحیې د قمبرڅلور لارې په سیمه کې ووژل شوې. اوس معلوماتو په ډاګه کړې، چې برید ګرې دوې میرمنې وې او په لنډیو وسلو یې د افغانستان ددرنو جرمونو د ادارې دوه کارکوونکي دفتر ته پرلاره کورونو ته نږدې په موتر کې ووژل. په وژل شوو کې یوه میرمن او دویم نارینه دی.

برید سهار مهال تر سره شو او په سیمه کې کافي ګڼه ګوڼه هم وه، خو برید کوونکې میرمنې په ډیر خوندي ډول په حجابونو کې سیمې ته له وړاندې رسېدلې وې او ددوی د وتلو لاره او د عملې موټر ورته له ورایه څرګند وو. کله چې موټر ددوی څنګ ته راورسېد، برید یې ورباندې وکړ او کارکوونکي یې ووژل.

د کابل جنايي او امنیتي ارګانونو ته پیښه له دې درکه حساسه ده، چې د لومړي ځل لپاره دوی پوهېږي، چې میرمنې هدفي وژنې ترسره کوي او هغه هم په رڼا ورځ د کابل په نسبتاً امن سیمو کې. د پیښې نوعیت دا هم په ډاګه کولای شي، چې مافیايي کړۍ هم د طالبانو په دود وژل کولای شي.

لا دقیقه نده چې دا برید به طالبانو، داعش که بلې کومې ډلې کړی وي، اما په کابل کې عام شکونه او باورونه دادي، چې وسله وال ترهګر د جنايي جرمونو د ادارو له کارکوونکو سره جدي مسله نلري او دا اداره معمولاً هغه کسان په سزا رسوي او دوسیې یې تعقیبوي، چې په حکومت کې دننه د لوی فساد او جرمونو تور ورباندې دی. په کابل کې داسې بانډونه ډير دي چې میرمنې ورسره کار کوي، او ښایي دا برید د مافیایی ګروپونو له خوا د درنو جرمونو ادارې ته یو ګواښ وي. خو که دغه اداره په اوسنۍ طریقه مخته لاړه شي په شپږو میاشتو کې به مافیايي کړۍ له پښو وغورځوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.