لوړ پوړو امنیتي چارواکو د هرات امنیتي وضعیت ارزولی

لوړ پوړو امنیتي چارواکو د هرات امنیتي وضعیت ارزولی

د ملي  دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال خوشحال سادات او د بهرنیو ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر، له فراه وروسته هرات ته تللي دي او هلته یې د هغه ولایت له چارواکو سره پر امنیتي وضعیت خبرې کړې دي.

امنیتي چارواکو د هرات ولایت سیمه ییزو امنیتي مسوولینو ته د وضعیت د ښه کېدو په تړاو لازمې لار ښوونې کړې دي.

ملي دفاع وزیر او نور امنیتي چارواکي تېره ورځ فراه ته هم تللي و او هلته یې د هغه ولایت د امنیتي وضعیت پر ښه کېدو ټینګار کړی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.