د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد، د ملي امنیت عمومي رییس معصوم ستانکزی، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال خوشال سادات او افغانستان کې د غوڅ ملاتړ عملیاتي مرستیال نن بلخ ته رسېدلي دي.
ملي دفاع وزارت وايي، بلخ ته تللی لوړ پوړی امنیتي پلاوی به د ۹ شمالي ولایتونو امنیتي وضعیت و ارزوي.
د ملي دفاع وزارت په خبره، یاد پلاوی به د ۹ شمالي ولایتونو له جګپوړو امنیتي او ملکي چارواکو سره هم وګوري او په راتلونکو عملیاتي پلانونو به ورسره خبرې وکړي.
ملي د فاع وزارت ویلي چې بلخ ته د تللي امنیت پلاوي موخه دا ده چې شمال کې امنیتي ننګونې راکمې کړي.
Leave a Reply