لوګرکې وسله والو د نجونو یو ښوونځی سوځولی

لوګرکې وسله والو د نجونو یو ښوونځی سوځولید لوګرمرکز پل علم اړوند د حاجي ګلون په کلي کې ناپیژاندو کسانو د حاجي ګلون د نجونو منځنی ښوونځی سوځولی دی. تیره شپه شاوخوا ۳ بجې دغه ښوونځي ته دوه وسلوال کسان ننوتي او د ښوونځي ودانۍ ته یې اور ور اچولی دی.

په دغې پیښه کې د یو شمیرخونو چتونه، دروازې، کړکۍ، میزونه، څوکۍ، درسي کتابونه او اداري اسناد سوځیدلي دي خو د سیمې خلکو د اورپه وژنې سره د ښوونځي د لا ډیر زیانمن کیدو مخه نیولې ده.

په دې ښوونځي کې د څه د پاسه ۵ سوه نجونو زده کړې کولې او هڅه به وشي چې ډیر ژر دغه ښوونځی بیرته ورغول شي. د یادونې وړده، چې په لوګرکې تر دې مخکې هم ناڅرګندو کسانو د شهید
غلام نبي سمسور د هلکانو د لېسې اداري خونې دوه ځلې سوځولې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.