لوګر کې کومانډو ځواکونو ۱۰۰ میله وسلې نیولې دي

لوګر کې کومانډو ځواکونو ۱۰۰ میله وسلې نیولې دي

افغان کومانډو ځواکونو د لوګرولایت د خروار ولسوالۍ په اړوند سیمه کې عملیات کړي دي چې له امله یې ۸۳ میله کلاشنیکوف، ۷ میله تومانچې او ځینې نورې وسلې نیولې دي.

ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې به خپرولو سره ټینګار کړی چې د وسلو په تور يې ۳ طالبان هم نیولي  دي.

طالبانو تر اوسه د کومانډو ځواکونو د عملیاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.