لویې څارنوالۍ ویلي چې د جنرال حبیب احمدزي شوې ادعاوې به د علماوو د سراسري شورا د استازو، رسنیو، د افغان مېرمنو شبکې مدني ټولنو او نورو بنسټونو په حضور کې بررسي شي.
لویې څارنوالۍ په یوې اعلامیه کې ویلي، له یادو بنسټونو او شوراګانو یې غوښتي چې خپل استازي د حبیب احمدزي د ادعاوو ارزولو په هدف، دوی ته معرفي کړي.
لویې څارنوالۍ تر دې وړاندې هم له جنرال حبیب احمدزي غوښتي و چې د شویو ادعاوو په اړه دې شواهد دوی ته وړاندې کړي، خو احمدزي ویلي ثبوت نه لري.
Leave a Reply