لویه څارنوالي وايي، د سمنګانو ولایت په روی دو آب ولسوالۍ کې پر يوې روغتیا پالې د ۹ کسانو لخوا د جنسي تېري د قضیې څېړلو لپاره یې پلاوی ټاکلی دی.
له لویې څارنوالۍ خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې پلاوی به د جنسي تېري دغه پېښه په جدي او هر اړخیز ډول څېړي.
لویه څارنوالي وايي، د قضیې په تړاو ۹ تنه نیولي دي، چې ۴ تنو يې قانوني عمر نه دی پوره کړی.
Leave a Reply