لوی درستیز: د فساد او خپلسرۍ پر ضد مو د جهاد اعلان کړی

لوی درستیز: د فساد او خپلسرۍ پر ضد مو د جهاد اعلان کړی

د وسله وال پوځ لوی درستیز ډګر جنرال بسم الله وزیري چې د ۱ ټلوېزیون په یوې امنیتي مناظره کې برخه اخېستې وه  ویلي، ملي دفاع وزارت کې يې د فساد پر ضد د جهاد اعلان کړی دی.

 

وزیري د خپلو خبرو پر مهال ویلي، هغه کسان چې غواړي ملي اردو کې فساد وکړي، نومونه به یې له ټول ولس سره شریک شي.

 

نوموړي باور ښودلی چې دفاع وزارت کې يې د فساد کچه راټيټه کړې ده او اوس څوک د فساد کولو جرات نه لري.

 

د پوځ لوی درستیز ټینګار کړی چې وسله والو مخالفینو ته یې سخت ګوزارونه ورکړي دي او نور له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې وړتیا نه لري.

 

هغه دا هم ویلي چې وسله وال پوځ ملي دی او هېڅ قومي، سمتي او ژبني مسایل په کې شتون نه لري.

 

نوموړي څرګنده کړې، که یوه ورځ هم په دنده کې اوسم، د فساد پر ضد به مبارزه کوم.

Leave a Reply

Your email address will not be published.