لوی درستیز غزني ته تللی دی د افغان پوځ لوی درستیز ډګر جنرال بسم الله وزیري، نن د یو لوړ پوړي امنیتي پلاوي په مشرۍ غزني ته رسېدلی دی. غزني ولایت ته د وزیري د سفر هدف، د دغه ولایت د امنیتي وضعیت ارزول دي. لوی درستیز به غزني کې له سیمه ییزو مسوولینو او قومي مشرانو سره د امنیتي وضعیت پر لا زیات ښه والي بحث وکړي. د پوځ لوی درستیز پر داسې مهال غزني ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې ددې ولایت دوه ولسوالۍ چې د طالبانو په منګولو کې وې، بېرته تر لاسه کړې.
Leave a Reply