مارین لوپن د ملي ګوند له مشرۍ تیریږي

د فرانسې په ولسمشریزو ټاکنو کې د ښي اړخي افراطي ګوند نوماندې مارین لوپن ویلي، ژر به د ملي ګوند له مشرۍ لاس واخلي.

مارین لوپن دغه پرېکړه تر هغه یوه ورځ وروسته کړې، چې د فرانسې د ولسمشريزو ټاکنو دویم پړاو ته يې لاره ومونده. دې د خپلې دې پريکړه په اړه په فرانسه کې يوې ټلويزيوني شبکې ته ويلي، غواړي چې دريځ يې له ګوندي سياستونو اوچت وي.

لوپن به د راتلونکې ميلادي مياشتې په ۷ نېټه د فرانسې د ولسمشريزو ټاکنو په دویم پړاو کې د مخ پر وړاندې ګ
وند له نوماند ایمانوېل مېکرون سره سیالي وکړي. نظرپوښتنې ښيي چې مېکرون په غوڅ اکثريت سره د دویم پړاو ټاکنو ګټونکی دی، خو لوپن وايي، هيله لري چې ټاکنې د دې په ګټه پای ته ورسيږي.
لوپن ته د فرانسې د ملي ګوند مشري په ۲۰۱۱ کال کې له خپله پلاره ور پاتې شوې ده. هغې د تېرې یکشنبې په ورځ د ولسمشرۍ په لومړي پړاو ټاکنو کې ۷ میلیونه او ۶۰۰ زره رایې تر لاسه کړې، چې دا د ملي ګوند لپاره تر ټولو ډېرې تر لاسه شوې رایې ګڼل کېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.