دوه كلن ماشوم په عمري بند محكوم شوى

د مصر محکمهپه مصر كې يوه څلور كلن ماشوم په عمري بند محكوم شوى دى. دا حكم د يوې پوځي محكمې له خوا صادر شوى دى.

د رسنيو د رپوټ له مخې مدافع وكيلانو ويلي چې په مصر كې يوې پوځي محكمې له سلو ډير كسان په عمري بند محكوم كړي چې په دې كې يوڅلور كلن ماشوم هم شته. د رپوټ له مخې پر دغو کسانو تور دی، چې په شمالي ولایت (الفیوم)  کې يې لاريون كړى و او د  څلورو لاريون كوونكو په وژلو كې يې لاس درلود.

يوه مدافع وكيل ويلي په دې كې يو داسې ماشوم هم شته چې د پيښې پروخت (۲۰۱۴) كال كې دوه كلن و. دغه وكيلانو ويلي دوى ته هم اجازه نه ده وركړل شوې چې محكمې په غونډه كې ګډون وكړي.

ويل كيږي چې شپاړس محكوم شوي كسان د محاكمې پروخت حاضر وو، خو په سلو نورو په غياب كې حكم صادر شوى دى.

Leave a Reply

Your email address will not be published.