مالیې وزارت، افغان پانګوال د بسترو تړلو ته اړ ایستي دي

افغان پانګوال وايي، د مالیې وزارت اوسني چارواکي او سیستم ددې لامل شوي، چې افغان سوداګر له هېواده خپله پانګونه ورټوله کړي او ځای یې مافیا ته پاتې شي. سوداګر او پانګوال وايي، د ملي وحدت حکومت د ماليې وزارت چارواکي یوازې د پیسو په راټولولو او د مالیاتو په جدي کولو لګیا دي خو بل اړخ ته یې پام ندی، چې پانګوال څنګه راضي وساتي او د پانګو د فرار مخه ونیسي.

سوداګر وايي، هر افغان پانګوال چې له افغانستان وتلی، یوازینی لامل یې د مالیې وزارت ناسم چلند او هغوی له پانګونې زړه توري کولو روان وضعیت دی. دوی ګواښ کوي، چې افغانستان به په ډاګ پاته شي او چې پانګونه نه وي، مالیه وزارت به د پیسو پرځای خاورې او خځلې ورټولوي. اوس د افغانستان د مالیې وزارت اړوند مالیاتي بنسټونه د یو طرفه جادې بڼه لري، له پانګوالو د زرې زرې حسابونه اخلي، ټکسونه ورباندې تحویلوي، په وړه تخطي یا ځنډ لوړې جریمې ورته ټاکي خو په مقابل کې بیا هیڅ امتیاز نشته. دولت یوازې شرکتونو او پانګوالو ته د کار جوازونه ورکړي دي.

هغه دولتونه چې د مالیاتو سخت قوانین وضعه کوي او ل د پانګوالو لپاره د فرصتونو یو لوی میدان هواروي، هغوی هڅوي، د پانګونې زمینه ورته برابروي، خو په افغانستان کې برعکس پانګوال لکه مجرمین او دولت لکه قضايي اداره. د مالیې وزارت په وړو، متوسطو او حتی لویو مالیاتي ادارو کې یو عادي مامور د کمپنیو له کارکوونکو سره د غلامانو په څیر ناسم چلند کوي، هغوی تهدیديږي او مامورین داسې فکر کوي، چې پانګوال باید لکه د زندان بندیان داسې ددوی تابع وي.

ددوسیو ځنډ هم ستر لامل دی، داسې شرکتونه شته چې د خپلو مالیاتو د تصفیې لپاره یو کال په مالیه وزارت کې ځنډیږي او د یوې جریمې د تحویل د ځنډ په سبب لس چنده نورې تحویلوي. په تازه کې حتی د ایسا په نوم د یوې خپلواکه او ګړندۍ ادارې چارې هم ټکنۍ شوې او دغه مستقله کاري اداره د تجارت وزارت چوکاټ ته ورګډه شوه چې اوس یو جواز په میاشتو نه خلاصيږي. له بله پلوه مالیه وزارت د مالیاتو په برخه کې ناسم چلند، زیاتی او یو طرفه دیکتاتوري چلوي.

افغان پانګوال وايي، دوی لکه مارغان داسې دي، مارغان هیواد نه پیژني، چیرته چې شنه فصلونه، ډیره دانه او اوبه وي یعنې موسم خوندور وي هلته پروازونه او زنده ګي کوي. که د مالیې وزارت په برخه کې دولت جدي څارنه او اوسنۍ مافیايي دستوري کړۍ ماته نکړي زر ده چې مالیه وزارت او اوسني چارواکي به یې په افغانستان کې د پانګونې ملا ماته کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.