د سږنیو عوایدو کچه زبردست لوړه شوې ده

د سږنیو عوایدو کچه زبردست لوړه شوې ده

د مالیې سرپرست وزیر همایون قیومي نن یوې خبري غونډې ته وویل، چې د افغانستان په مالي او بودیجوي سیسټم کې يې پراخ اصلاح راوستي دي، نو ځکه د عوایدو کچه د تېر کال په پرتله زبردست لوړه شوې

قیومي وویل، تېر کال د افغانستان ملي عواید ۹۰ میلیارده افغانۍ و، خو سږ کال دغه شمېر له ۱۷۰ میلیارده افغانیو ته پورته شوی دی

د قیومي په خبره، د سږنۍ پراختیايي بودیجې زیاتره برخه کې د افغان حکومت له ملي عوایدو ورکول کېږي او ټاکل شوې ده چې راتلونکي کلونه به، پراختیايي او عادي بودیجې د حکومت له عوایدو ورکړل شي.

د مالیې سرپرست وزیر خوښې وښوده، چې د نړۍ بازارونو ته د هوايي دهلېزونو له لارې د مېوو صادرات ددې لامل شوي، چې سږ کال د سیمې او نړۍ هېوادونو ته زمونږ د صادراتو کچه لوړه شي.

قیومي وویل، د لاجوردو لارې په پرانېستو سره به، د حکومت د صادراتو کچه څو چنده لوړه شي.

بلخوا د افغانستان بانک رییس وویل، د ژنېف سږنۍ ناسته په بې ساري ډول ترسره شوه او د افغانستان ټول همکار هېواودنه د افغان حکومت له کړنو خوښ و.

Leave a Reply

Your email address will not be published.