مجاهد: که مو واک تر لاسه کړ، پاکستان به مو ورور وي

مجاهد: که مو واک تر لاسه کړ، پاکستان به مو ورور وي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سولې او راتلونکي حکومت په تړاو تازه څرګندونې کړې دي.

 

د طالبانو ویاند ذبیج الله مجاهد له پاکستانۍ ډان ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي: دا چې خلکو ویلي طالبان پاکستان له مریکا سره خبرو ته تیار کړل، دا ناسمه خبره ده، ځکه دوی له امریکا سره پاکستان خبرو ته نه دي کېنولي؛ بلکې د دوی د خپلې غوره پالیسۍ پایله ده.

 

خو پاکستانیو چارواکو بیا په وار وار ویلي چې د دوی د زیار او کوښښ پایله ده چې طالبان نن له امریکا سره خبرو ته ناست دي

 

د طالبانو ویاند د دوی د راتلونکي حکومت د بهرني سیاست په اړه هم خپل دریځ روښانه کړی دی.

 

مجاهد وايي، که چېرې واک تر لاسه کړ، دوی ژمن دي چې له پاکستان سره تر ټولو ښې اړیکې وپالي او وروري ورسره وکړي.

 

د هغه په وینا، پاکستان دوی سره ډېر ښه کړي د شوروي جهاد په دوره کې افغان کډوالو ته ځای ورکړی و.

 

ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی چې اوس وی پوه شوي دي او راتلونکي حکومت کې به ښځو ته خپل حقونه ورکړي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.