(مجددي) وايي (غني) په مديريت نه پوهيږي

صبغت الله مجدديپخوانى جهادي رهبر صبغت الله مجددي وايي له يوې خوا ولسمشر محمد اشرف غني د حكومت كولو توان او ځواك نه لري او له بلې خوا يې (اوباشان) د سلاكارانو په نامه ورټول كړي دي.

مجددي د ولسمشرۍ د تيرو ټاكنو په كمپاينونو كې له اشرف غني څخه ملاتړوكړ. هغه د ټاكنيز كمپاين پروخت يوې غونډې ته ويلي و چې عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ له پاره وړ شخص نه ګڼي، خو اوس وايي دى نه پوهيده چې اشرف غني اداري تجربه نه لري.

مجددي چې وايي په مهمو مسايلو كې استخاره كوي ادعا كړې چې اشرف غني د ده همكارۍ واك ته ورساوه.

صبغت الله مجدديهغه ولسمشر غني ته خبرداری ورکوي چې که حکومت کې بنسټیز اصلاحات را نه ولي، وضعیت به د کړکیچ خوا ته ولاړ شي او په دې وخت کې به د حکومت اداره د ده له لاسه ووځي.

مجددي په هيواد كې د سولې په اړه ناهيلى دى او وايي دا پروسه كومه پايله نه لري.

هغه وايي د پاکستان استخباراتي سازمان تل د افغان امنیتي ځواکونو او ملکی وګړو په وژنو لاس پورې کوي له همدې امله پاکستاني پوځیانو ته خبرداری ورکوي چې که د افغانستان چارو کې لاسوهنې پای ته ونه رسوي، د شوروي په څېر به دا ځل د پاکستان په وړاندې جهاد اعلان كړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.