مجید: د پاکستان ـ هند کړکېچ پر افغان سوله منفي تاثیر لري

مجید: د پاکستان ـ هند کړکېچ پر افغان سوله منفي تاثیر لري

امریکا متحدو ایالتونو کې د پاکستان سفیر اسد مجید ویلي: د هند ـ پاکستان ترمنځ د اړیکو ترینګلوالی به د افغانستان د سولې روانو خبرو ته جدي خطر پېښ کړي.

 

هغه ټینګار کړی چې پاکستان له هند سره د اړیکو لا خرابوالی نه غواړي، بلکې غواړي چې له سوله ییزې لارې ورسره مخ ته لاړ شي؛ خو که چېرې مو له هند سره اړیکې ترینګلې شوې، نو مالومه خبره ده چې افغان سوله به ترې سخته زیانمنه شي.

 

نوموړي همدا راز ویلي چې هند زمونږ فضايي حدود مات کړل، نو ځکه مو ورته دوه الوتکې  وویشتې.

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم پاکستان کې د هند له برید وروسته خبر ورکړی و، که چېرې هند خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، نو دغه کار به د افغان سولې بهیر ته زیان ورسوي.

 

تر دې  وړاندې د پاکستان د پوځ  ویاند ویلي و چې د دوی د هڅو برکت دی چې طالبان نن له امریکا سره خبرو ته ناست دي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.