محب: افغانان نه غواړي بیا پرې جګړه تحمیل شي

محب: افغانان نه غواړي بیا پرې جګړه تحمیل شي

د لوی کندهار ځوانانو لخوا جوړه شوې غونډه کې د هېواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د وینا بشپړ متن:

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

قدرمنو ځوانانو، همځولو، مشرانو او کشرانو؛ سناتور صیب، میوندي صیب، ټولو دوستانو، خویندو او ورونو، اسلام علیکم ورحمت الله و برکاته!

که څه هم دغه راټولېدنه ستاسو لخوا د اورېدو لپاره جوړه شوې ده، ستاسو واورو، ستاسو نظریات مونږ بېرته په حکومت کې عملي کړو، خو د هغې نوبت به هم راشي، رییس جمهور سره د جمعې په ورځ ستاسو جلسه ده، هغه جلسه کې که خدای کول مونږ هم ګډون کوو او ستاسو نظریات چې په دې ګرپونو کې راټولېږئ او بیا يې وایئ، هغه به هم واورو، خو نن د ملي امنیت د مشاور په حیث، غواړم یو څو خبرې درسره شریکې کړم. په اوس وخت کې د امنیت او سولې خبرې ډېرې روانې دي. د سولې ډېر غوښتونکي د لوی کندهار ولسونه دي، ځکه تر ټولو زیاته قرباني تاسو ورکړې ده، یوازې د ښوونځیو په اړه که ووایو، یوازې کندهار کې ۹۷ ښوونځي، البته د جګړې له امله، په هلمند کې ۷۷، په زابل کې ۵۹ او ارزګان کې ۷۳ ښوونځي تړل شوي دي. دا یوازې د ښوونځیو د بندېدو خبره نه ده، دا په دې مانا چې تاسو! ځوانان بې تعلیمه پاتې کېږئ، هغه فرصت چې په ارامو سیمو کې نورو ته برابر دی، تاسو یې نه لرئ، ځوان د هرې خوا قرباني دی، طالب هم د نورو په لمسون د ځوانانو پر اوږه ټوپک ږدي او خپل افغانستان پرې ورانوي، بلې خوا بیا په امنیتي سکټور کې هم ځوانان دي چې د وطن په دفاع کې جګړه کوي، په ټوله کې تر ټولو لویه قرباني ځوانان ورکوي، خو په سوله کې زمونږ غږ او زمونږ فکر هغومره لوړ مطرح نه دی، اوس هم چې د سولې خبرې کېږي، مشران یې کوي. هغو کسانو چې پرون يې دا جنګ شروع کړی و نن بیا غواړي د خپلو ګټو لپاره دغه وطن  بحران ته یوسي.

د سولې په برخه کې دوه خبرې ډېرې مهمې دي، اول د سولې ابتکار دی، مونږ دا نه وایو چې د سولې نوښت دې ددې لپاره دولت سره وي، چې خپله دولت ورباندې مخ ته لاړ شي، د سولې ابتکار د دولت کار دی او هر ځل چې مونږ د سولې ابتکار له لاسه ورکړی دی، سوله نه ده راغلې، ددې مونږ او تاسو شاهدان یو. په دغه نږدې تاریخ کې هم چې مونږ هر ځل د سولې ابتکار له لاسه ورکړی، له جګړې او بربادۍ پرته مو نور څه نه دي لیدلي. له نامنظمه جلسو څخه دښمن ناوړه ګټه پورته کوي. د سولې لپاره زمونږ یواځینۍ واضح پیغام همدغه دی، چې د سولې ابتکار باید د افغانانو په لاس کې وي او دولت د خلکو د استازي په حیث وکولای شي چې ستاسو افکار منسجم کړي. په همدې دلیل ښاغلي جمهور رییس د سولې د مشورتي لویې جرګې دایرېدو پرېکړه کړې ده، دا لویه جرګه به یو ښه فرصت وي، چې مونږ پوه شو د سولې لپاره کوم قیمت ورکولو ته حاضر یو. سوله یوازې اوربند نه دی، که یوازې د اوربند مسله وای، خو دا کار به اسانه و، د سولې لپاره باید مونږ یو قیمت ورکړو. هغه کسان چې جګړه کوي، د یو هدف لپاره يې کوي، دوی څه غواړي؟ مونږ څه ورکولو ته حاضر یو او بیا کومو تغییراتو ته حاضر یو چې افغانستان کې راولو. له ګاونډیانو سره څه کوو، دغه مسله مهمه ده، دا جګړه که یوازې د افغانانو وای، تر ماښامه پورې به مو ورته یوه حل لاره پیدا کړې وای، په دې پوهېږو چې دا جنګ د افغانانو نه دی، په دې جنګ کې ډېر نور هېوادونه شامل دي، په دې جنګ کې نورې استخباراتې کړۍ لاس لري،  هغوی له کمزورو افغانانو په ګټې اخېستنې دلته جګړې ته دوام ورکوي، چې د ختمولو لپاره یې باید اول د جنګ قیمت اد‌اء کړو او په دې وپوهېږو چې د سولې لپاره قیمت څه شی دی؟ بل بحث د جګړې په اړه دی چې غواړم درسره یې شریک کړم، جنګ یوازې د ۴۰ کلونو خبره نه ده، جنګ دلته په یو فرهنګ بدل شوی دی، د جنګ ختمول یوازې زمونږ او ستاسو ارمان نه دی، بلکې ددې فرهنګ پای ته رسول مو ارمان دی، څو ورځې مخکې مې د کورنیو چارو د وزیر معرفۍ مراسمو کې یوه خبره وکړه چې د جمهور رییس د خولې نقل و، رییس صیب وویل چې مونږ باید د دښمن واضح تعریف ولرو، هر هغه څوک چې افغانستان او د افغانستان خلک د وسلې پر مټ ګواښي، هغه زمونږ دښمن دی، هغه که قاچاقبر دی، جنګسالار دی، زورواکی دی او که وکیل دی، چې د وسلې پر زور زمونږ او ستاسو امنیت او ثبات ته خطر پېښوي، دښمن دی او مونږ يې پر وړاندې رښتینې مبارزه پیل کړې ده، تاسو به یې په دې وروستیو څوو میاشتو کې تاثیرات لیدلي وي. دا یو شعار نه  دی، په عمل کې مو ښودلې ده او له دې وروسته به هم دغه لړۍ روانه وي، چې څنګه کولای شو له دې خلکو سره مبارزه وکړو. دې برخه کې د ځوانانو همکارۍ او بدرګې ته ضرورت دی، چې د دغه دریځ ملاتړ وکړئ، لکه څنګه مو چې تل کړی دی.  ځکه دا د ټولو افغانانو غوښتنه ده. بله خبره د ځوانانو ده، که څه هم افغانستان کې د ځوانانو تعریف لږ مشکله دی. مونږ  او تاسو ټول ځوانان یو. جمهور رییس غني دغه دولت ځوان کړ، دوی ته يې قناعت ورکړ چې باید اداره ځوانه شي او دولت  ځوان شي. خو د دولت  ځوانولو بېرته یو قیمت هم لري، له مونږ څخه خلک توقعات هم لري، د دوی توقعات او خوشحالي ددې لپاره نه ده چې ځوانان دي، ددې لپاره ده چې کېدای شی دوی یو نوی فکر ایجاد کړي، داسې فکر چې له تبعیض، سمت پالنې او تعصب څخه لیرې وي او د افغانستان د جوړولو لپاره وي. نن مونږ او تاسو په ۲۱ پېړۍ کې یو، نوي فکر ته ضرورت دی، کندهار ټولو ته مالوم دی، د لوی کندهار ځای افغانستان کې ثابت دی، دوی تل سوله او امن راوړي چې دا د ویاړ ځای دی، نن مونږ یو فکري انقلاب ته ضرورت لرو، دغه فکري انقلاب له تاسو پرته بل څوک نه شي راوړلی، ځکه له ځوانانو د خلکو هیله او غوښتنه هم همدا ده چې تحول او فکري انقلاب رامنځته کړي، ۴۰ کاله کېږي چې مونږ په جګړه کې یو، اکثریت هغه خلک چې دلته ناست دي، شاید په ټول عمر يې دلته سوله نه وي لیدلي، بغیر له هغه درې ورځې اوربند څخه. مونږ سولې پسې تږي یو، خو سوله یوازې د جګړې په ختمولو باندې نه راځي، ز مونږ اتکا په خارج باندې، بهرنیان دې خیر یوسي مونږ سره يې زیاته مرسته کړې ده، دا نن چې مونږ دومره امکانات لرو، دا د بهرني دوستانو او شریکانو مرسته او لطف دی، مګر هېڅ هېواد په بهرنیو مرستو نه جوړېږي، اوس ضرورت د دې دی هغه څه چې اوس په واک کې لرو، باید وطن ته پرې رښتینی خدمت وکړو او له بهرنیو مرستو نور لاس واخلو. مونږ په امنیت شورا کې هغه پروژه چې خلکو ته يې معاشات ورکول، ختمه کړه، دا مو ددې لپاره ختمه نه کړه چې مونږ پیسو ته ضرورت نه درلوده، ددې لپاره مو دا معاشات بند کړي، هغه ځای چې هلته د افغانستان په اړه  امنیتي پالیسي جوړېږي او د هغه ځای د کار کوونکي معاش دې یو سفارت ورکوي، هغه کارمند به چاته مسوول وي؟ چاته باید وفاداره پاتې شي؟ وطن ته، که هغه سفارت ته چې معاش يې ورته ورکوي. مالومه ده، که هر څومره وفاداره وي، یوه ورځ خو به حتمآ ورځي او مالومات به ورسره شریکوي او کیسه به ورته کوي، دا مونږ ته د مالوماتو  او مصونیت له لحاظه اول خطر دی، دا پیسې مونږه بندې کړې، دغه افتحار کافي دی چې مونږ خپل وطن ته کار کوو، هغه ځای چې سوله او امنیت یې زمونږ په خپل لاس کې دي، دا زموږ لپاره لوی ویاړ دی. خو په اوسني وضعیت کې هغه پیسې او مرستې مونږ ته نه دي پکار. بل مو چې کوم کار دی، شروع مو له خپل ځانه کړې، تر ټولو غټ مشکل چې زه ورسره مخ شوی یم، هغه مشکل د پردیو لخوا نه دی، بلکې د خپلو خپلوانو لخوا دی. د دوی فشار دا دی چې زما زوی مقرر کړه، زما وراره مقرر کړه، زما لور مقرره کړه. دلته باید مونږ د هېواد په کچه مونږ خدمت وکړو. هغه کسان باید راټول شي چې په رښتیا سره خدمت وکړي. متاسفانه ــ متاسفانه، ځینې دفترونه همدسې جوړ شوي دي، چې هر کس مقررېږي، تمه ترې لومړی د خپلو خپلوانو او دوستانو وي، دا اوس یو معمول پاتې شوی دی، بل دا چې مونږ یو انقلابي مملکت یو، هر سړی چې راځي له ځان سره یوه ډله راولي او په بل کس باندې باور نه کوي، فکر کوي یوازې په همغو کسانو باید اعتماد وکړي چې دی یې پېژني ورسره. له ځوانانو مې تمه داده چې له هغې کړۍ هم باید ځان وباسو، که غواړو رښتینی خدمت وکړو، لومړی باید له ځان، کور او دوستانو څخه پیل کړو، که په رښتیا هم هدف مو د افغانستان ژغورل  وي. دا کار مونږ پیل کړی دی، په امنیت شورا کې د هر چا زوی، ورور، خور او دوست حضور درلود، یو خاص ډول وړکتون ورڅخه جوړ شوی و، هغه مو ټول لیرې کړل، هغه وکیلان چې همدا نن هم مونږ سره اړیکه نیسي او وايي چې زما ورور مقرر کړه او ادعا ددې لري چې زه د زرګونو افغانانو استازیتوب کوم، خو کله يې چې د ورور د مقررۍ په اړه ووایي، ماته په اثبات رسېږي چې دا د خلکو استازی نه دی. هغسې وکیل نه ستاسو په کار دی، نه زمونږ په کار دی او نه له مونږ او تاسو استازیتوب کولای شي. بیا هم د لوی کندهار له ځوانانو څخه ډېره مننه کوم چې نن تاسو ټول سره راټول شوي یاست او په دې فکر کوئ چې څنګه افغانستان سره مرسته کولای شئ. ستاسو د نظریاتو د اورېدلو لپاره باید حتمآ د جمعې په ورځ حاضرېږو، چې له تاسو يې واورو او په دې فکر وکړو چې مونږ د دولت په حیث تاسو ته څه خدمت کولای شو او څنګه تاسو سره یوه اړیکه او پُل ولرو. مونږ به له تاسو واورو هغه نظریات چې تاسو یې په خپلو ګروپونو کې مطرح کوئ، هغو ته په خپلو پالیسیو کې انعکاس ورکړو.  هېڅ دولت ددې توان نه لري چې ټول کارونه په خپله وکړي. تر ټولو بریالی حکومت هغه دی چې خلک ورسره مرسته وکړي او ونډه په کې ولري. مونږ غواړو چې ستاسو په حضور کې افغانستان کامیاب ووینو، نور ددې توانايي نه لرو چې بیا دې مهاجر شو، نور ددې توانايي نه لرو چې بیا دې یو جنګ پر مونږ تحمیل شي او مونږ دا نور نه شو زغملی چې هر څوک دې دلته راځي او مونږ ته دې په ډالۍ کې مرمۍ راوړي.  په دغه تېر کال کې بیا هم د کندهار ولایت یو مثال وایم. د وچکالۍ تر ټولو زیات تاثیر په لوی کندهار کې و، دغه ګاونډی هېواد چې طالبان لمسوي، څو موټره مرسته یې له تاسو سره وکړه؟ خو هر کال په میلیونونو ډالر مصرفوي چې مونږ تاسو پر یو بل ووژني. د دغه کار د ختمېدو لپاره ستاسو مرستې ته ضرورت لرو. زه د یو ځوان او د داسې یو کس په حیث چې تکلیفونه مو لیدلي، مهاجرتونه مو لیدلي، بدبختۍ مو لیدلي او تبعیض مو لیدلی دی، نه غواړو چې مونږ او زمونږ اولادونه هغو تېرو بدبختیو ته ور وګرځي، ستاسو په شمول په نننۍ ناسته کې زما حضور هم د همدې لپاره و، چې یو خو تاسو ته اطمینان درکړم او بل بېرته تاسو ته ووایم چې مونږ ستاسو لپاره یو ادرس یو، ستاسو د نظریاتو لپاره یو ادرس یو، مقررۍ راباندې مه کوئ، هغه کار زمونږ نه دی، خو دې ته چمتو یو چې ستاسو نظریات د امنیت شورا په چوکاټ او بل هر هغه ځای چې زمونږ پرې وس رسېږي، هغه به عملي کوو.میوندي صیب او سناتورې صیب ستاسو له دعوت څخه یوه نړۍ مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published.