محب: افغانستان کې سوله د ټولې سیمې په ګټه ده

محب: افغانستان کې سوله د ټولې سیمې په ګټه ده

د هېواد د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر، د اړیکو پراخوالي، اقتصادي، ټرانزیټي، سوداګرۍ او نورو برخو کې د همکاریو پر زیاتېدو خبرې کړې دي..

 

دغه لیدنه چې نن مخکې له غرمې تاشکند ښار کې ترسره شوې، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر دوحې ته د خپل سفر او له طالبانو او د امریکا د متحدو ایالتونو له استازو سره د لیدنې اړوند خپل مفصل مالومات وړاندې کړي دي..

 

هغه ویلي: مونږ د افغانانو په مشرۍ، مالکیت او د افغانستان د حکومت په کنټرول د سولې له بهیر ملاتړ کوو او باور لرو چې د افغانستان حکومت سره له مخامخ خبرو پرته د سولې تامین بله هېڅ لار شتون نه لري.

 

ډاکټر حمدالله محب د افغانستان د سولې له بهیر د ملاتړ اړوند د ازبکستان دریځ قدر ستایلی دی او ویلي دي چې د کابل په درېیم کنفرانس کې به د سولې بهیر کې د سیمې هېوادونو په رول خبرې وشي.

 

هغه زیاته کړه: افغانستان کې سوله په سیمه کې سوله ده او د سیمې هېواودنه کولای شي په دې برخه کې خپل ځانګړی رول ادا کړي.

 

په دې لیدنه کې همدا شان د سترو زېربنايي پروژو په ځانګړې توګه د مزار شریف  ـ هرات د اوسپنې پټلۍ او د سرخان ـ پلخمري د برېښنا په مزي بحث ترسره او ددې پروژو د چارو په چټکوالي ټینګار وشو.

 

دواړو خواوو همدا شان د اړیکو، سوداګرۍ، فرهنګي او سیاسي همکاریو پراخوالي برخه کې د عملي تدابیرو په نیولو هر اړخیز بحثونه وکړل.

Leave a Reply

Your email address will not be published.