محب: افغانستان کې شوې پانګونه باید نتیجه ورکړي

محب: افغانستان کې شوې پانګونه باید نتیجه ورکړي

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، چې افغانستان په تېرو څه باندې ۱۷ کلونو کې د نړیوالې ټولنې په مرسته ډېر پرمختګ کړی او باید دا بهیر ژوندی وساتل شي.

 نوموړی وايي، چې دا پرمختګ د یوې پراخې پانګونې په پایله کې شوی، چې باید نتیجه ورکړي.

نوموړي دا خبرې د جرمني د پارلمان له غړي تورستېن فري سره په خبرو کې وکړې.

  محب په دې اړه په ځانګړي ډول د جرمني یادونه وکړه، چې په مختلفو برخو کې یې د افغانستان ملا تړلې او مرسته یې کړې ده.

د جرمني د پارلمان غړي هم ددې ترڅنګ، چې په افغانستان کې شوي پرمختګونه د پام وړ او ښه وبلل، ټینګار وکړ، چې هر ډول سیاسي بهیرونه باید یادې لاسته راوړنې وساتي.

هغه له خپلې خوا ډاډ ورکړ، چې هیواد به یې د افغانستان ملاتړ وکړي او د سولې په ګډون مختلفو پروسو کې به یې تر څنګ ودرېږي

.

د ملي امنیت سلاکار د سولې په اړه د قطر ناسته مهمه وبلله او په دې اړه یې د جرمني د همکارۍ مننه وکړه.

هغه وویل، چې په دې اړه مرسته کوونکي ټول هیوادونه باید متوجه وي، چې سوله په بيړه او نا محاسبه شوې نه شي راتللای، بلکې اوږده تیاري، هر اړخیزې همغږۍ، د موضوعاتو ښکاره مطرح کولو او داسې یوه باور ته ضرورت لري، چې ولس پوه شي پایله یې ثبات او ښه ژوند دی، نه د پخوانیو تېروتنو تکرار.

Leave a Reply

Your email address will not be published.