محب: افغان سرتېري قوي شوي دی

محب: افغان سرتېري قوي شوي دی

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب چې هند ته تللی و، هلته یې له هندي چارواکو سره تر خبرو کولو وروسته یوه مرکه کې ویلي چې افغان ځواکونه اوس تر بل هر وخت پياوړي دي، له خپلې خاورې دفاع کولای شي او د بهرنیو ځواکونو وتل به د افغانستان په وضعیت ناسم اغیز و نه کړي.
ډاکټر محب ویلي،((د امریکایي ځواکونو وتل به افغانستان کې په حالاتو کوم ناسم اغېز و نه کړي ځکه له ۲۰۱۴ کال را هيسې د خپلو امنيتي ځواکونو په ظرفيت جوړونې اخته يو او چمتو يو هر مخکېدونکي ګواښ ته ځواب ووايو او زه د افغان ځواکونو په وړتيا باوري يم چې دوی د امريکايي سرتېرو تشه ډکولی شي.))
هندوستان ته د ملي امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب سفر، محب په دې سفر کې د هند د ملي امنیت سلاکار او نورو چارواکو سره د کابل او ډهلي په ستراتيژیکو اړیکو خبرې کړي او په دې لیدنو کې هند او افغانستان خپلې ژمنې بیا تازه کړي دي.
له دې سره یو ځای د ملي امنیت شورا سلاکار ویلي چې د سولې پروسې د بریا لپاره د بل اوربند لپاره چمتووالی نیسي، خو که طالبان اوربند ته چمتو نه شي، افغان ځواکونه به له خپلې خاورې دفاع ته دوام ورکړي.
د ملي امنیت شورا سلاکار ویلي، ((لومړی او دويم اوربند افغان حکومت اعلان کړ او اوس موږ درېيم اوربند ته هم سترګې په لار يو ؛ خو که چېرته د اوربند خبرې رد شي موږ له خپلې خاورې دفاع ته دوام ورکوو.))
د ملي امنیت شورا سلاکار په دې سفر کې له هند څخه څلور هیلي کوپترو مرسته هم ترلاسه کړې چې د روان کال لومړیو میاشتو کې به افغانستان ته وسپارل شي.
هغه زیاته کړې (( زه هيله لرم له دغو څلور الوتکو به دوه په مارچ میاشت کې تر لاسه کړو او دوه نورې به يې په جون يا جولای مياشتو کې تر لاسه کړو اوس يې د تسليمۍ لپاره تياری نيول کېږي.))
کابل او ډهلي په دې سفر کې ژمنه کړې چې همکاري او اړیکې به دوامداره ساتي او د افغانستان په بیارغونه کې د هندوستان له مرستو مننه شوې.
اوس کابل په تمه دی چې ډهلي له افغان لوري سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او دا مرستې په لومړیتوبونو ولګول شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.